افغانستان وايي صدارتي انتخابات به د اپریل په ٢٠ نېټه کولی شي

ښاغلي خلیلزاد د گل، دوشنبې، په ورځ افغانستان ته خپل ورستی سفر سر ته ورسوولو

د افغانستان حکومت ویلي د هېواد صدارتي انتخابات به د ټاکل شوي نېټې سره سم د اپریل د میاشت په ٢٠ نېټه کولی شي. افغان حکومت دا خبر رد کړی چې امریکې د صدارتی ټاکنو د ځنډولو تجویز کړی دی.

د صدر اشرف غني ترجمان فضل فضلي وویل د افغانستان خپلواکه انتخابي کمېشن د صدارتي انتخاباتو دپاره نېټه اعلان کړې ده او حکومت یې د پوره کولو ژمنه لري. ښاغلي فضلي وویل "افغانستان یو جمهوریت دی او د واک انتقال به د جمهوري عمل دلارې کولی شي، هر هغه تجویز چې د افغان اساسي قانون او د افغانانو د خواهش خلاف وي، زمونږ د خلکو دپاره به د قبلوولو وړ نه وي."

د فضل فضلي وینا د امریکې د وال سټریټ جنرل ورځپاڼې دا رپورټ ردوي چې ورځپاڼې پکې ویلي د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په دې خبره غور کوي چې په داسې مهال چې د طالبانو سره د مزاکراتو لارې چارې لټول کېږي د افغان حکومت نه د صدارتي انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه دې وشي.

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د مفاهمت دپاره د امریکې خصوصي استازې زلمي خلیلزاد د ټاکنو د ځنډولو خبره د بېلا بېلو اړونډه ډلو سره راپورته کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد د گل، دوشنبې، په ورځ افغانستان ته خپل ورستی سفر سر ته ورسوولو. د هغه د سفر په اړه د امریکې سفارتخانې وویل زلمي خلیلزاد د افغان حکومت دننه او د حکومت څخه بهر د اړونده ډلو سره خبرې وکړې او د امریکې حکومت دا دریځ یې تکرار کړو چې د افغانستان د جگړې د ختموولو دپاره به د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي.

د صدارتي انتخاباتو د ځنډ خبر د افغانستان په مطبوعاتو کې تاوده بحثونه راپارولي دي. ځینې خلک د تجویز مخالفت کوي خو دحکومت څخه بهر ځینې نور خلک بیا د وړاندیز حمایت کوي او وايي د دې په نتیجه کې د امن دپاره کوښښونه تقویت موندلی شي او د جنگ په مېدان تاوتریخوالی کمیدلی شي.

په افغان مطبوعاتو کې دغه بحثونو په کابل کې د امریکې سفیر جان باس وهڅولو چې یو بیان ورکړي. هغه وویل د کال ٢٠١٩ د اپرېل په میاشت کې د صدارتي انتخاباتو په انتظام کې به د افغان حکومت او د انتخابي کمیشن ملاتړ کوي. "افغانان به د افغان انتخاباتو د وخت فېصله کوي."

د افغانستان د سولي عالي شورا نایب مشر حاجي دین محمد وویل چې انتخاباتو اهمیت لري خو امن ته موقع ورکول پکار دي.