بغلان کې د طالبانو د مهم مشر په گډون ٢٢ وسله وال وژل شوي

افغان امنیتي چارواکو ویلي دخالد په نامه پيل شوي عملیات دامهال په بغلان، کندوز، سمنګان، بدخشان ،بادغیس ، زابل ، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې دوام لري او ویل کیږي چې پایلې يي ګټورې دي

دافغانستان دفاع وزارت ویلي د افغان اوبهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې دبغلان ولایت لپاره دطالبانو د نومول شوی والي مولوی هلال په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري وايي د بغلان ډنډغوري سیمه کې تیره شپه ناوخته افغان ځواکونو دنړیوالو ځواکونو په هوايي ملاتړ عملیات ترسره کړل.

د جنرال وزیري په وینا د طالبانو مولوي لعل چې په هلال هم مشهور دی، د هغه په ګډون ۲۲ وسله وال وژل شوي او درې ژوندي نیول شوي دي.

طالب ترجمان ربیح الله مجاهد مطبوعاتو ته لیږل شوي پیغام کې بغلان دپاره طالبانو د والي د وژل کیدو تصدیق وکړو. هغه وویل لعل محمد محمدي د بغلان په بند غوري ولسوالۍ کې ووژل شو.

افغان امنیتي چارواکو ویلي دخالد په نامه پيل شوي عملیات دامهال په بغلان، کندوز، سمنګان، بدخشان ،بادغیس ، زابل ، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې دوام لري او ویل کیږي چې پایلې يي ګټورې دي.