د افغانستان پریمیئر لیګ د فاینل لوبې یو ټیم معلوم شو

د افغانستان د شل آوره کرکټ لیګ په لومړنۍ نیمه پایلوبه (سمي‌فاینل)‌کې د بلخ لیجنډز ټیم وکړای شول چې د ننګرهار لیوپارډز ټیم ته په ماتې ورکولو سره،‌ فاینل ته لاره پیدا کړي.

په سر کې بلخ لیجنډز ټیم ټاس وګاټه او بټینګ یې غوره کړ. په اول میدان کې نوموړي ټیم وکړای شول چې د خپلو پنځو ویکیټو په سوځیدو سره،‌ ۲۳۵ منډې جوړې کړي او ننګرهار لیوپارډز ته یې د ۲۳۶ هدف وټاکه.

په دې کې بلخ لیجنډز دپاره تر ټولو زیاتې منډې درویش رسولي‌ وکړې (۷۸ منډې)‌، او کریس ګیل هم نیمه سینچري ووهله،‌ خو پس له ۵۴ منډو وسوځید. محمد نبي‌ په ٤٧ منډو وسوځید او ویې نشو کړای چې پنځوسیزه پوره کړي. همدا راز په ړومبي ایننګ کې،‌ محمدنبي‌ ۵ شپږیزې او کریس ګیل ۹ څلوریزې ووهلې.

په دویم میدان کې د ننګرهار لیوپارډز ټیم دپاره د ټاکل شوي‌ لوړ هدف پوره کول سخت شول. ‌ اندری فلیچر په ۱۳ منډو او انتون دیوسیچ په ۳ منډو اوټ‌ شول. د بلخ لیجنډز کپټان، محمد نبي،‌ فلیچر او حشمت شاهدي‌ یې بولډ اوټ او چارلز یې کیچ اوټ کړ.

په پای کې ننګرهار لیوپارډز تر څوارلسمه آوره پورې، خپل ټول ویکټې له لاسه ورکړې او لوبه یې د ۱۷۱ رنزونو په توپیر وبایلله.