افغانستان په لومړۍ شل آوریزه لوبه کې بنگله دېش مات کړ

د بنگله دېش او افغانستان ترمنځ د کرکټ درې گونو شل آوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې، د افغانستان کرکټ لوبډلې، د بنگله دېش کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.

افغانستان دا لوبه په ۴٥ منډو وگټله. من آف دې مېچ، راشد خان شو، او شفیق الله شفق چې په ٨ بالونو کې یې ٢۴ منډې کړې وې، د لوبې سمارټ پلیئر وبلل شو.

دا لوبه د افغانستان پر وخت نن ماښام پر اوو بجو د هند د دهرادون ښار په راجيوګاندهي سټډیم کې د افغانستان په کوربه توب وشوه.

د لوبې له پیله مخکې، پچه بنگله دیش وگټله او د بنگله دیش کپټان پرېکړه وکړه چې اول به هغوی بالېنگ کوي.

په لومړي میدان کې افغان لوبډلې وکړای شول ١٦٧ منډې وکړي، او اته لوبغاړي یې وسوځېدل. په دې کې ډېرې منډې محمد شهزاد جوړې کړې (۴٠ منډې)، او ورپسې سمیع الله شینواري ٣٦ منډې وکړې.

د میدان په آخره کې نوبت راشد خان ته ورسېد چې په ورستي بال یې هم شپږیزه ووهله.

بنگله دیش یواځې وکړای شول ١٢٢ منډې جوړې کړي او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغانستان او بنگله دیش لوبډلې به دوه ځلي نور هم شل آوریزې لوبې کوي، چې یوه یې د جون پر پنځمه د نهې ـ سې شنبې په ورځ، او بله به یې د جون پر اوومه، د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ وي.