د افغانستان کرکټ ټیم په شارجه کی روان د دریو میچونو د سیرز په اولني میچ کی ائیر لینډ ته ماتې ورکړي ده.
د افغانستان ټیم په بیټنګ او باولنګ دواړو کې ډیره غوره لوبه وکړه، او په ټول میچ کې یې مخالفه ټیم د فشار لاندې ساتلې وو.
د افغانستان له لوري تر ټولو ښه بالینګ مجیب ځدراڼ کړې چې څلور ویکټې اخیستې دي.
په دې میچ کې د افغانستان لخواه ناصر جمال په ۶۳ بالونو باندې ۵۳ رنزونه جوړ کړل کوم چې د ټولو نه زیات سکور وو.
او دویم ښه سکور رحمت شاه زرمتي کړې دي، هغه په ۷۵ بالونو باندې ۵۰ رنزونه جوړلو کی کامیاب شو.
د افغانستان دکرکټ ټیم په ورستیو کی پرله پسې میچونه ګټلي او څیړونکي وايي ډیر امکان دې چې د کرکټ نړیوال کپ کې هم د برخې لپاره ځايې وه مومي.
تیر اونۍ افغانستان په متحده عرب اماراتو کې د ایې سي سي انټر کانټینټل نړیوال کپ هم ګټلې وو.
تیره میاشت، په نولسم نومبر یې هم د نولس کلن کرکټ نړیوال کپ کې پاکستان ته ماتې ورکړي وه. او نولس کلنو نړیوال کرکټ کپ یې ګټلې وو.