د امریکا د پوځ لوی درستیز افغانستان ته تللی

Joint Chiefs Chairman Gen. Joseph Dunford, speaks to reporters about the Niger operation during a briefing at the Pentagon, Oct. 23, 2017.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ د ګل یا دوشنبې په ورځ افغانستان ته تللی تر څو د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نوې اعلان شوې سټراتېژۍ (تګلارې) د عملي کېدو بهير و څاري.

په افغانستان کې د مېشت امریکايي ځواکونو د بګرام له هډې څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې جنرال ډنفورډ هغو خبریالانو ته چې له ده سره په دې سفر کې ملګري دي ویلي:

(زه غواړم له یو شمېر هغو سلاکارانو سره خبرې وکړم چې هره ورځ له افغان چارواکو سره په ګډه کار کوي څو بیا ددوي له څرګندونو نتیجه واخلم چې مونږ چېرې رسېدلي یو.)

له جنرال ډنفورډ سره په دې سفر کې له عادي حالت څخه زیات کسان ملګري دي چې په هغو کې یو شمېر هغه امریکايي چارواکي هم دي چې په استخباراتو، سټراتېژۍ او د لوژیستیک برخو کې پوهه او تخصص لري.

له بګرام څخه په خپور شوي خبر کې وړاندې راغلي دي، چې له دنفورډ سره افغانستان ته د ورغالي پلاوي سلاکاران به په ټول افغانستان کې وګرځي او د خپلو لاسته راوړنو معلومات به ورسره شریک کړي تر څو دوي د حالاتو په اړه بشپړ او سم معلومات ترلاسه کړي.