د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دې هېواد د خارجه چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدی په دې دلیل له دندې لیرې کړی چې گني هغه پاکستان ته د طالبانو د استازو د سفر په اړوند داسې خبرې کړې وې چې د افغانستان د حکومت له پالیسیو سره یې اړخ نه لگاوه.
په دې اړه د ولسمشر غني ویاند، صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي چې د صبغت الله احمدي پرځای به پس له دې میرویس ناب د خارجه وزارت نگران ویاند وي. میرویس ناب د خارجه وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال په توگه هم ټاکل شوی دی.
President Ghani has appointed Mr. Mirwais Nab as Deputy Minister for Economic Cooperation Ministry of Foreign Affairs and caretaker of the office of Spokesperson of the ministry. The former MOFA acting Spokesperson has been fired due to his latest irresponsible comments.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) October 6, 2019
پر دې سربېره، د پژواک خبري اېجنسي لیکلي چې د دوی د معلوماتو پر اساس، صبغت الله احمدي له گوښه کېدو وروسته، څارنوالۍ ته معرفي شوی، یعنې پر خلاف به یې قانوني کاروایي هم کیږي.
صبغت الله احمدي پاکستان ته د طالبانو د مشرانو د وروستي سفر او د پاکستاني چارواکو لخوا د هغو د مېلمه پالنې هرکلی کړی و او ویلي و چې د سولې دپاره افغانستان د هر هېواد د هڅو ملاتړ کوي.
مگر د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا ویلي و چې پاکستان ته د طالبانو د هیئت سفر او بیا د اسلام آباد لخوا د هغو مېلمه پالنه، د هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو د اصولو خلاف عملونه و.
احمدي پر دې سربېره، د ارگ چارواکي په دې تورن کړي و چې گني په انتخابي کمپاینونو بوخت دي، خو خارجه وزارت د افغانستان د ملي گټو په رڼا کې پالیسۍ مخته بیایي.
While some individuals within the govt are still in the electoral campaign mood, the Ministry of Foreign Affairs of the I.R of Afghanistan will continue to promote Afghanistan’s foreign policy priorities including for the peace process based on Afghanistan’s national interest.
— Sibghatullah Ahmadi (@Sibghat_Ah) October 5, 2019
له دې نه علاوه، په دې وروستیو کې چې د ملي امنیت (قامي سلامتیا) سلاکار حمد الله محب په مشرۍ د افغانستان کوم هیئت نیویارک ته راغی او د ملگرو ملتونو په سرمشریزه اسمبله کې یې گډون وکړ، د هغه په هکله هم د افغانستان د خارجه وزارت ویاند داسې بیان ورکړ چې د حکومت سپکاوی گڼل کېده.
صبغت الله احمدي وویل چې "له بده مرغه" سږکال د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د افغانستان برخه اخیستل، "تر ټولو کمزوري" و.
د افغانستان د خارجه چارو نگران وزیر، صلاح الدین رباني دی چې پخواني جهادي ولسمشر برهان الدین رباني زوی دی. داسې ویل کیږي چې د سیاسي اختلافاتو له امله، د صلاح الدین رباني او ولسمشر غني ترمنځ تعلقات ښه ندي.
څه موده مخکې ولسمشر غني په خارجه وزارت کې د فساد د موجودگۍ په هکله یو پلټونکی هیئت هم وټاکه، خو د خارجه چارو نگران وزیر صلاح الدین رباني یاد شوي هیئت ته د پلټنو اجازت ورنکړ.
د افغانستان د خارجه وزارت یو مخکینی ډېپلومات فضل کټوازی وایي چې صبغت الله احمدي د افغانستان د یوې حکومتي ادارې ویاند نه، بلکې د جمعیت اسلامي گوند یو ویاند ته ورته و. هغه زیاتوي چې د خارجه چارو وزارت د یوې ځانگړې ډلې د سیاسي خواهشاتو ښکار پاته دی.