افغان امنیتي ځواکونو په ختیځ افغانستان کې د داعش ٢ اهم مشران وژلي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو داهم ویلي، دملي امنیت لخوا په دې عملیاتو کې چې په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوي، د داعش وسله والو یوبل نامتو قوماندان چې فاروق نومیږي ، هم وژل شوی دی

دافغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغان منیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د داعش وسله والو دوه مهم قومندانان وژل شوي دي.

په ختیځ کې افغان چارواکو ویلي وژل شوی یو تن مولوی عبدالقیوم چې په شاهین خراساني مشهور دی ،نږدې څلور میاشتې وړاندې د پلازمینې کابل په همزنګ په څلور لارې کې د جنبش روشنايي په لاریون د خونړۍ ځانمرګي برید تنظموونکی و.

چارواکو داهم ویلي شاهین خراساني دافغانستان په ختیځ کې د دوسو داعش وسله والو مشري پرغاړه درلوده او د ځانمرګو حملو لپاره یې دکسانو په روزنه کې خاص مهارت درلوده.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو داهم ویلي، دملي امنیت لخوا په دې عملیاتو کې چې په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوي، د داعش وسله والو یوبل نامتو قوماندان چې فاروق نومیږي ، هم وژل شوی دی.

بلخوا افغان چارواکو ویلي دننګرهار په کوټ،اچین ،غني خیلو اوخوګیاڼو په ولسوالیو کې امریکا متحدو ایالتونو دبې پیلوټه الوتکې په هوايي او دافغان ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې ۱۷ تنه داعش او ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.