په ډیورنډ کرښه به د پاکستان تاسیسات لرې کوو، افغان حکومت وايي

تیره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور وویل له افغانستان سره په ګډه پوله د۱۰۰ کیلومټره په واټن د اغزن تار او د نورو موانعو د جوړولوکار جاري دی او او په دویم پړاو کې به د بلوچستان صوبه کې له افغان پولې سره هم د ورته کار دپیلولو اراده لري

دافغانستان دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت دپاکستان دپوځ له لوري د ډيورنډ په کرښه د اعزن تار او دنورو موانعو د جوړولو غندنه کړې او ویلي يي دي افغان حکومت کلکه اراده لري چې دموقعې په برابریدو به په سرحد جوړشوي موانعې او تاسیسات له منځه وړي.

د وزارت مطبوعاتي سلاکار جاوید احمد وفا وویل په دې کرښه دپاکستان حکومت د جنگ حال پرځای کړی او د یک طرفه اقدام له مخې یې په کرښه تاسیسات او د کرښې داوړو غاړو د ولسونو د تګ راتګ د مخینوي لپاره د اغزن تار لگولی. افغان حکومت په کلکه ددغه اقدامات مخالفت کوي، ښاغلي وفا زیاته کړه.

وفا وویل که چرې پاکستان غواړي په کرښه د اغزن تار په غزولو د ترهګرو مخه ونیسي نو ددې اقدم پرځای دې د هیواد په ښارونوکې د میشتو ترهګرو پرضد اقدام وکړي.

تیره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور وویل له افغانستان سره په ګډه پوله د۱۰۰ کیلومټره په واټن د اغزن تار او د نورو موانعو د جوړولوکار جاري دی او او په دویم پړاو کې به د بلوچستان صوبه کې له افغان پولې سره هم د ورته کار دپیلولو اراده لري.

اصف غفور له افغانستان سره په ګډه پوله د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره دمونعو جوړول دکابل او اسلام اباد په ګټه ګڼلی او هیله یې څرگنده کړې چې له دې اقدامه افغان حکومت دمخالفت پرځای ملاتړ وکړي.