د طالبانو ملا رسول ډله وايي افغان حکومت سره خبرو ته تیار دي

د افغانستان د طالبانو څخه د یوې بیلې شوي ډلې مشر ملا عبدالمنان نیازي ویلي دوي د افغان حکومت سره د سولي خبرو اترو ته تیار دي.

د ملا عبدالمنان نیازي دغه وینا د اې پي خبري ایجنسي رپورټ کړې دي.

د ای پي رپورټ وايي ملا عبدالمنان نیازي په ختیځ افغانستان کې د خپلې ډلې ٢٠٠ پلویانو یوې غونډې ته وینا کې وویل چې په افغان حکومت يې کوم باور نیشته خو بیا هم د څه شرطونو بغېر د سولې خبرو ته تېار دي.

ډله وايي چې د خبرو اترو لپاره يي دوه بنېادي غوښتنې دي، اولنۍ دا چې په افغانستان کې دې اسلامي نظام پر ځاې شي او دویمه دا چې ټول بهرني عسکردې د هیواد نه اوځي.

ملا عبدالمنان نېازي د طالبانو نه د بیلې شوي هغه ډلې سره تعلق لري چې مشرۍ يي ملا رسول کوي.

ملا رسول د طالبانو عمومي ډلې سره تېر کال د ملا عمر د مړینې خبر وروسته د ډلې په مشرۍ اختلافات راپورته شوي وو اوخپلې لارې یې بېلې کړې.

ملا منصور څو ورځې وړاندې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په یو ډرون حمله کې ووژل شو. د ملا منصور وژنې وروسته دغه ډلې مولوي هیبت لله خپل مشر وټاکلو.

ملا منصور د پاکستان په مشرۍ کې د چېن، افغانستان او امرېکا له خوا په گډه پېل شوې د امن هسو مخالفت کوو او د بلنو باوجود یې ددې په غونډو کې د برخه اخستو نه انکار کړې و.

اې پي خبري اېجنسي ترمخه د طالبانو عمومي ډلې ویاند مولوي ذبېح الله مجاهد تور لگولې چې ملا رسول ډله ېوه حکومت پلوه ډله ده او د خبرو اترو دغه وړاندېز یی څه حیثیت نېشته.

څېړنکاران وايي د ملا منصور وژنې دافغانستان حکومت او طالبانو ترمېنځه د سولې خبرې لا د نورو پښتنو سره مخ کړي.