طالبان: امریکې سره خبرې اترې ځنډول شوي دي

برگاډل کال ٢٠٠٩ کې بې درکه شوی وو او اوس د طالبانو په قید کې دی

د افغانستان طالبانو ویلي د قیدیانو د ممکنه تبادلې په هکله امریکې سره خبرې اترې ځنډول شوي دي.
د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد د اتوار په ورځ یو بیان کې ویلي مذاکرات د هغه په قول "هیواد کې د پیچیده سیاسي صورتحال" په وجه ودرول شوي دي.
رپورټونه وايي امریکې د طالبانو په ولکه کې د خپل یو عسکر باو برگاډل د ازادولو دپاره طالبانو سره مذاکرات شورو کړې وو. په بدل کې به امریکا د طالبانو پنځه غړي ازادول چې د امریکې پوځي زندان گوانټانامو بی کیوبا کې قید دي.
برگاډل کال ٢٠٠٩ کې بې درکه شوی وو او اوس د طالبانو په قید کې دی.
په سمدستي توگه د طالبانو په بیان د امریکې څه ردعمل مخ ته نه دی راغلی.