د افغانستان په پکتیا ولایت کې د پولیس په یو چېک پوسټ د طالبانو په ځانمرګي حمله کې درې امنیتي عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي. امنیتي ځواکونو دوه طالب حمله کوونکي ووژل.
د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه په پکتیا کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو د حملې نه څو ګنټې مخکې د امریکې د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین د افغان صدر اشرف غني سره په ټېلې فون خبرې وکړې او غږ یې وکړو چې بېن الافغان خبرې دې زر شروع کړی شي.
د پولیس ترجمان وحید الله نظامي وي او ای ته وویل د طالبانو د حملې په کې په ګردیز کې پولیس یو مرکز په هدف شوی و.
ښاغلي نظامي وویل حمله کوونکي خپل موټر کې چاودېدونکي مواد خلاص کړل او د دې وروسته دوه مسلح کسان پوسټ ته ور دننوتل خو افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې حمله کوونکي ووژل.
طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه واخیسته او افغان امنیتي ځواکونو ته یې د درنو تلفاتو دعوه وکړه.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د قامي سلامتیا ادارې د ټوېټر دلارې وویل رابرټ او براین په دې د صدر اشرف غني سره خبرې وکړې چې بېن الافغان مذاکرات دې بغیر د څه ځنډ شروع کړی شي.
د اېن اېس ای د ټویټ ترمخه رابرټ او براین د یو خپلواکه، جمهوري او متحد افغانستان سره د امریکې ملاتړ تکرار کړو چې د پېغام ترمخه بیا د نړیوالې ترهګرۍ سرچینه نه وي.
افغان صدارتي ترجمان وویل دواړو خواو د تل پاتې امن دپاره د ډزبندۍ په ضرورت ټینګار وکړو.
د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې ورسته د بېن الافغان مذاکراتو د شروع کېدو امید کېدلو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قیدیانو د تبادلې په موضوع د افغانانو خپل منځو کې خبرې د ځنډ سره مخامخ شوي دي.