په ختیځ افغانستان کې امریکايي عسکر وژل شوی دی

داخلي حمله هغه وي چې د افغان امنیتي ځواکونو دننه مسلح تن چې زیاتره یې د افغان امنیتي ځواکونو دریشي هم اغوستي وې خپل ټوپک په خپلو افغان همکارانو یا خارجي عسکرو راوړوي. په اکثرو پېښو کې حمله کونکی ووژل شي

په افغانستان کې میشته د امریکايي ځواکونو یو عسکر د هېواد په ختیځ کې په غیر جنگي پېښه کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو ته په یو بیان کې وویل چې د عسکر د وژل کیدو په اړه تحقیقات پېل شوې دي.

یوه ورځ وړانډې یو امریکايي عسکر په ختیځ افغانستان کې وژل شوی او بل زخمي شوی و.

د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ ترمخه د گل دوشنبې، په ورځ په ختیځ افغانستان کې دغه امریکايي عسکر په داخلي حمله کې ووژل شو.

ویل کیږی سږ کال دغه شپږمه داخلي حمله وه.

داخلي حمله هغه وي چې د افغان امنیتي ځواکونو دننه مسلح تن چې زیاتره یې د افغان امنیتي ځواکونو دریشي هم اغوستي وې خپل ټوپک په خپلو افغان همکارانو یا خارجي عسکرو راوړوي. په اکثرو پېښو کې حمله کونکی ووژل شي.

د ریزولوټ کمانډ مشر جنرل سکاټ ملر د گل، دوشنبې، په ورځ د وژل شوي عسکر د کورنۍ سره غمرازي وکړه او وې ویل د دې حملې پرته به هم په افغانستان کې امریکايي عسکر خپل مشن ته دوام ورکوي.