امریکا: د افغانستان د انتخاباتو گټونکی دې د پراخ بنسټه ادارې او مذاکراتي ټیم دپاره کلک گامونه واخلي

مېرمن اېلس وېلز

د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت مسئوله اېلس وېلز وایي د افغانستان صدارتي انتخابات که هرڅوک هم وگټي، ورته په کار ده چې د پراخ بنسټه ادارې او مذاکراتي ټیم دپاره سنجیده گامونه اوچت کړي.

مېرمن وېلز د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په وړاندې، چې پرون د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان شول، غبرگون ښودلی او د دې ترڅنگ چې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه یې د "سختو شرایطو لاندې کار کولو" دپاره مننه کړې ده، د افغانستان د انتخاباتو د شکایت اورېدلو خپلواک کمیسیون نه یې غوښتي چې ټول شکایتونه دې په شفافه او مسلکي توگه وڅېړي.

د انتخاباتو کمیسیون لومړني نتایج اعلان کړل چې له مخې یې محمد اشرف غني ٥٠.٦۴ فیصده رایې گټلي او تر ټولو نورو کاندیدانو مخکې دی. خو اوس به د شکایتونو د اورېدو خپلواک کمیسیون خپل کار شروع کوي او چې د انتخاباتو په اړه څوک هر ډول د درغلیو یا بې نظمیو، یا ابتدایي نتایجو کوم شکایت ولري، هغه به څېړي.

د نهه دېرشو ورځو تېرېدو وروسته به بیا د شکایتونو د اورېدو کمیسیون، خپله نتیجه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لېږي او بیا به د ټاکنو وروستۍ یا نهایي نتایج اعلانیږي او د یقیني گټونکی به معلومیږي.

د افغانستان د سږکال په صدارتي انتخاباتو کې چې د سپټمبر په میاشت کې ترسره شول، د ټولو ووټرانو شمېر له دوه میلینه تنانو کم و، او په ابتدائي نتایجو کې هم کوم کاندید غوڅ اکثریت ندي گټلي.

د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا جگپوړې ډیپلوماتې، اېلس وېلز ویلي: "دې ته په کتلو سره چې یو زیات شمېر افغانانو ونشو کولای ووټ ورکړي، [د انتخاباتو] نهایي گټونکی، چې هرڅوک وي، باید سر د وخته داسې کلک گامونه واخلي چې اطمینان ترلاسه شي چې د مشرتابه په کچه او د حکومت په مذاکراتي ټیم کې، د ملک بیلابېل خلک ځانونه وکتی شي."

مخکې تر دې، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د افغانستان د صدارتي انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی و.

جان بس ویلي کاندیدان باید د کمیسیون وروستۍ پایلو ته په تمه واوسي هره پریکړه چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون لخوا ترسره شوه، دوی یې ملاتړ وکړي.

بل اړخ ته د پاکستان خارجه دفتر هم د افغانستان د صدارتي انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان هرکلی کړی دی او هغه یې د افغانستان او جنوبي ایشیا د سیاسي ثبات په لور یو مهم گام گڼلی دی.

د پاکستان د خارجه دفتر په بیان کې راغلي چې اسلام آباد د افغانستان د جمهوریتي پروسې ملاتړ کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنی پایلو اعلان په داسې حال وشو چې د ولسمشرۍ انتخابات نږدې درې میاشتې مخکې ترسره شوی خودا چې وروستی پایلې به یې څه وخت اعلانیږي او څومره وخت به ونیسي لانده معلومه.