د ائيرايشيا مسافرو الوتکه چې يوه اوونۍ وړاندې د انډونيشيا نه سنگاپور ته د الوت په مهال سمندر کې غورځېدلي وه ، راپورونه وايي سمندر کې تباه شوې الوتکه کې په مړه شوؤ مسافرو کې تراوسه پورې يواځې ۳۱ مړي راويستل شوي دي . او د پاتې نورو راويستو دپاره امدادي کارونه روان دي ، خو د خراب موسم له کبله دغه کارونه د ستونزو ښکار شوی دی .
راپورونه وايي د الوتکې امدادي ټيمونه د اتوار په ورځ سمندر کې د تېزو بارانونو او سمندري چپو له کبله د ستونزو ښکار شوي دي ، او امدادي ټيمونه د موسم ښه کېدو په طمع دي چې بيا په امدادي کارونو لاس پورې کړي .
يوه اوونۍ وړاندې ائيرايشيا الوتکه چې پکې د املې سره ۱۶۲ کسان سواره ؤ ، د انډونيشيا نه سنگاپور ته د پرواز په مهال بې درکه شوې وه ، او بيا وروستو يي بحېره جاوا کې ملبه مالومه شوه .
تراوسه پورې چې تباه شوې الوتکې کې د مړه شوؤ نه يواځې ۳۱ مړي راويستل شوي دي ، چارواکو امکان څرگند کړی دی چې پاتې نور ۱۳۱ کسان د تباه شوې الوتکې په سيټونو پورې په بېلټونو تړلي نښتي وي .
د انډونيشيا د لټون او امدادي ايجنسۍ مشر بامبانگ سوئليسټو وئيلي ، د اتوار په ورځ دوه امدادي لامبوزن د الوتکې ملبې پورې رسېدلي ، خو سمندر کې لاندي د اوبو د تېزوالي له امله بيرته ستانه شوي دي .
د الوتکې تباه کېدو تراوسه کوم کره علت نه دی مالوم شوی ، ولې د انډونيشيا د موسمياتو د محکمې ترمخه الوتکه ۸۵۰۱ په ممکنه توگه خراب موسم گېره کړې او وتل يي ترې گران شوي وو .
د تباه شوې الوتکې د ملبي او د مسافرو د مړو راويستو په کار کې د امريکې په گډون مختلف هېوادونه برخه اخلي .