رپورټ: القاعده د هندوستان په ځینو ښارونو د حملو دړکه کړې

د وي او ای اردو څانګه د اېڼ ډي ټي وي له قوله وايي القاعده د هندوستان په ګجرات، اترپردېش، ممبۍ او په نوي دلي کې د ځانمرګي حملو دړکه کړې ده

د پېغمبر اسلام په اړه د هندوستان د واکمن ګوند بهارتیه جنتان پارټۍ د ځینو غړو د مبینه لانجمنو بیانونو په سر القاعده وسله والې ډلي د هند په ځینو ښارونو د حملو دړکه کړې ده.

د هندوستان د اېن ډي ټي وي ترمخه د القاعده د برصغیر څانګې ویلي ډله تیاره ده چې د پېغمبر اسلام د "حرمت" دپاره وجنګېږي.

د وي او ای اردو څانګه د اېڼ ډي ټي وي له قوله وايي القاعده د هندوستان په ګجرات، اترپردېش، ممبۍ او په نوي دلي کې د ځانمرګي حملو دړکه کړې ده.

د رپورټ ترمخه القاعدې ويلي په دلي، ممبۍ، ګجرات او اترپرېش کې دې کېسراني ترهګر خپل انجام ته تیار وسي. د رپورټ ترمخه، د کېسراني رنګ د هندو مذهب سره تړل کېږي او د راشټریه سویم سیوک سنګ، ار اېس اېس، بېرغ هم ددغه رنګ دی.

د پېغمبر اسلام په اړه د بهارتیه جنتا پارټۍ د دوو رهبرانو بیانونه ګڼ شمېر اسلامي ملکونو غندلي دي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د اسلامي ملکونو د عکس العمل وروسته د بي جی پي دواړه غړي د عهدو نه لېري کړي دي.

د هندوستان دي پرېنټ اخبار د یو رپورټ ترمخه یو استخباراتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې په سیمه کې القاعده یوازېنی تنظیم دی چې د لښکر طیبه په شان ډلو سره بهترینې رابطې لري او د القاعده دړکه سنجیده اخیستل پکار دي.

د استخباراتي چارواکي په قول هندوستان په پاکستان کې د وسله والو ډلو دپاره اهم ملک دی او د القاعده او داعش په شان تنظیمونو هندوستان ته متوجه کېدل خطرناکه خبره ده.