د بلکان مسلمانان، سرب او کرویټ په امن او بې باورۍ د یوبل سره ژوند کوي

د سربرنېکا په قتل عام کې د وژل شویو خکلو هادیره

د بلکان د غرنۍ سیمې په گڼ شمېر کلیو کې د بېلا بېلو قامونو او مذهبونو خلک څنگ په څنگ ژوند کوي خو د بې باوري په فضا کې د یو بل سره په ټولنیزه ژوند کې نه شریکېږي.

د وي او ای جېمي ډېټمرد خبریال د کتابچې په عنوان په سیمه کې د موجوده صورتحال په اړه د بوسنیا هرزېگوېنیا نه په خپل رپورټ کې لیکلې دي چې د ١٩٩٠ د لسیزي د جنگونو اثرات اوس هم د بلکان په دغه کلیو کې لیدل کېږي.

د قدرتي نظارو په دغه وادیو کې پرتو کلیو کې سرب، کوریټ، بوسنیايي او البانوي مسلمانان خوا په خوا اوسېږي خو د ١٩٩٠ د لسېزې راهسې د بلکان د جنگ او په دغه جنگ کې د قتل عام وروسته د دغه قامونو خلک د یو بل سره په سماجي کچه نه شریکېږي.

په قدرتي ښکلا سنباله لسوه وادۍ کې د کرویټ قام وسله والو په ١٩٩٣ کې په احمیجي کلي حمله وکړه او هدف یې دا و چې د کلي نه بوسنیايي مسلمانان یا بوسنیکس وباسي. په حمله کې ١٢٠ مسلمانان ووژل شو

په دغه کلي کې اوس بوسنیايي او کوریټ ماشومان جدا جدا سکولونو کې زدکړې کوي.

هسو امجمي چې اوس ٧٢ کلن دی، مور او پلار یې د کال ١٩٩٣ کې ووژل شو. د وي ای خبریال ته وايي د واقعې یادو داسې تازه دي"لکه چې پرون" شوې وي.

د وي او ای خبریال وايي د هسو او د هغه مېرمن یې سره په هغه باغیچه کې یو سحر تېر کړو چې هسو پکې په ماشوالي کې لوبې کړې وې. د کال ١٩٩٣ په حمله کې د هسو د پلرنی کور تباه شو او د هغوي په کور لگیدلې اور کې یې مور او پلار وژل شو. د دې ورورسته هسو خپل کور بیا جوړ کړو.

د هسو د کور نه په پیاده په دوه منټه فاصله د هغه کرویټ کمانډر کور دی چې د پخوانۍ یوگوسلاویه دپاره د ملگرو ملتونو عدالت ورته د جنگي جرمونو په سر سزا ورکړې ده. که څه هم دغه کمانډر د قېد څخه د ازادیدو وروسته د کرویشیا په سرښار زاگرب کې ژوند کوي خو کله نه کله په احمیجي کلې کې ولیدل شي. د احمیجي مسلمانان اوسېدونکي ورسره خبرې نه کوي. خو د کلي نورو ٥٥ ٥٥ کرویټ اوسېدونکو ته په مات زړه "ښه چار" ووايي. هسو وايي "مونږ ښه چاری دوی ته لکه چې سزا ورکول دي."

د وي او ای خبریال وايي د هسو سره د خبرو په مهال د لسوه اوس پرامنه وادي یې لیدله داسې ممکن نه ښکارېدل چې د کال ١٩٩٣ د اپرېل د مېاشت د ١٦ نېټې واقعات به هلته شوي وي. د حمېجي په کله په منظمه توگه حمله شوې وه. په کلې په دریو اړخونو محاصره شوی و او د تگ په بله لار ښیښ ماران پرځای کړی شوي وو.

د تېرو وختونو رقابتونه اوس هم لیدل کېږي. د بلکان سخت دریځه کروېټ قام پرستان په خپلو قمیصونو د نورو قامونو نه د خپلې ناخوښۍ اظهار کوي. د کرویشیا په سپلېټ ښار کې یو دواکان داسې قمیصوه خرڅوي چې فاسشټ او د قام پرستۍ نعرې پرې لیکل شوي وي ددې پرته چې د کرکې راپارولو په ضد قوانین موجود دي.

د وي او ای خبریال په خپله کتابچه کې وايي چې تاریخ د جنگ مېدان دی که څه هم دغه مېدان لکه د حقیقي جنگ په رنگ خونړی نه وي خو اثرات یې هم هغه رنگ خونړي وي.

د وخت پایه تاوېږي او په موجوده وخت ودرېږي. سرب سیاستدان ولجیسي سيسلي وايي هغه د یو یاداشت په لیکلو کار پېل کړی دي او په دغه کتاب کې به دا ثاپتوي چې په سربرنېکا په کلي کې د ٨٠٠٠ مسلمانان قتل عام سربانو نه و کړی.

په قتل عام کې د زیاتره ځوانان او تنکي هلکان ووژل شو. ولجیسي سيسلي وايي دا قتل عام نه و ځکه چې ښځو ته څه نه وو ویل شوی. سېسلي ته په کال ١٩٩٢ کې د جرمونو خلاف د ملگرو ملتونو عدالت سزا ورکړې وه. په هغه الزام لگول شوی و چې د یو کلي نه یې د کروېټانو د ویستلو امر کړی و.

د ملگرو ملتونو عدالت د سربرنېکا پېښه قتل عام ټاکلی دی.

د بلکان د منځنۍ طبقې تعلیم یافته ځوانان د ١٩٩٠ د لسېزې واقعاتو ته نه کتل غواړي. ددې پرځای یې نظر په اینده او په دې خبره دی چې زر به د یورپي هېوادونو اتحاد یورپين یونین کې شامل شي.

د وي او ای خبریال وايي یوه وجه چې د موجود وخت ځینې ځوانان د تېر وختونو د جگونو او قامي رقابتونو د یاد قمصونه اغوندي هغه دا ده چې ځوانان د کار روزگار ډیرې موقع نه لري.

د بلکان د تېرو وختونو د نفرتونو او کرکې نښې ځای په ځای پرتې لیدل کیږي. د بلکان په جنگونو کې د ١٣٣٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوې دي. د بوسنیا په موستار ښار او په پایتخت سراېو کې اوس هم د جنگ نښانې په نظر راځي. د نویو جدیدو ودانیو ترڅنگ هغه دیوالونه هم ولاړ دي چې د گول نښې لري.

جېمي ډټمر لیکي چې د بلکان قدرتي حسن، غرونه، کلي او بانډې اوس د جنگ نه ازادې ښکاري خو هغه خلک پرې لا ژوند کوي چې د جنگ یادونه یې په زخمي شویو ذهنونو نق‍ش دي. د جنگ د ډیرو قیصو بیان لا پاتې دی خو دغه قېصې ځکه هم نه بیانېږي چې دردونکې دي.