بلوچستان:د زاېرينوپه بسونو حمله کې 20 شیعه مسلمانان وژل شوي

د پاکستان بلوچستان صوبې مستونګ ضلعې په درینګړ سیمه کې ایران ته روانو شیعه مسلمانانو دریو بسونو باندې برید کې 20 زایرین وژل شوي او 24 نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان صوبې د داخله چارو سیکرټر اکبر حسین دراني ډیوه ریډیو ته ویلي دغه کسان ایران ته په بسونو کې روان وو او په درینګړ سیمه کې د بارودو نه ډک یو ګاډی د بسونو په خواه کې والوځول شو چې له امله ېي یو بس په مکمله توګه تباه شو.
په دغه پیښه کې ژوبل کسان نزدې هسپتالونو ته رسول شوي دي او د هسپتال د چارواکو په وینا د ځنو ژوبل کسانو حالت خه نه دې.
وړاندی هم په بلوچستان کې د شیعه مسلمانانو په قافلو داسې قسمه بریدونه شوي دي او چارواکي زیات تره وخت کالعدم ګرځول شوي ډله لشکر جهنګوي ددې بریدنو ذمه واره ګنړي.