بنگله دیش کې د جامو د کارخانې په مالکانو فرد جرم

Debaltsevo

بنگله دیش کې جامو د یوې کارخانې په دواؤ مالکانو او ١١ ملازمانو تیر کال کارخانه کې د اور لگیدو خونړۍ پیښې په سر فرد جرم لگول شوی دی. کارخه کې ١١١ کسان مړه شوي وو.
دپولیس د کارخانې مالک دلاور حسین، د هغه په ښځه او محافظینو د اتوار په ورځ فرد جرم ولگولو. دا وړمبې ځل دی چې چارواکو د جامو د کارخانې د مالکانو خلاف فرد جرم لگولی دی. بنگه دیش د نړۍ د جامو د صنعت دپاره دویم لوې هیواد دی.
سرکاري وکیل انوار الکبیر بابل د اتوار په ورځ چې په کومو ١٣ کسانو فرد جرم لگول شوی دی که جرم پې ثابت شو نو د عمر قید سزا ورته ورکړی کیدی شي. دوي ته سزا په دې الزام ورکړی کیدی شي چې کارخانه کې د کارکونکو د تحفظ د پاره يي څه اقدامات نه وو پورته کړی شوي.
کارخانې د مشهورو کمپنو د پاره جامې تیارولې چې پکې د امریکا وال مارټ هم شامل دی. کارخانه کې د اور لگیدو په صورت کې په بیړنۍ توگه د بهر وتلو دروازې نه وي او په داسې ځائې کې وه چې د اور مړه کولو ټرکونه ورته په اسانه نشو رسیدلی.
د ډسمبر په ٣١ مه نیټه به عدالت فیصله کوي چې ایا په دغه الزاماتو ملزمانو خلاف مقدمه چلول کیدی شي او که نا؟