په برطانیه کې د ترهګرۍ په اړه د خبردارتیا درجه سنګین حد ته رسول شوي ده

د برطانيي د کورنیو چارو وزېرې پرتي پاټېل د نهې، سه شنبې، په ورځ په هیواد کې د ترهګرۍ د خطر په اړه د خبردارتیا حد سنګېنې کچې ته د پورته کوولو اعلان وکړو

د برطانيي د کورنیو چارو وزېرې پرتي پاټېل د نهې، سه شنبې، په ورځ په هیواد کې د ترهګرۍ د خطر په اړه د خبردارتیا حد سنګېنې کچې ته د پورته کوولو اعلان وکړو. دغه ګام په فرانس او اسټریا کې د ورستیو حملو نه پس اخیستل شوی دی.

د وی او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د کورنۍ استخباراتي ادارې اېم ايي فایو ترمخه د ترهګرۍ په اړه د خبردارتیا دغه کچه څرګندوي چې د ترهګرو د حملې امکان ډیر زیات دی. د خبردارتیا دا په پنځو کې څلورمه کچه ده.

د برطانيي د کورنیو چارو وزیرې پرتې پاټېل په لندن کې خبریالانو ته وویل به فرانس کې د چینچن کډوال او په ویانا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د څلورو کسانو د وژل کېدو په برطانیه کې د حملې خطر زیات شوی دی.

پاټېل وویل خلک دې بېدار خو په ویره کې نه وسي او د خبردارۍ دغه ګام د احتیاط په توګه اخیستل شوی دی.

مېرمن پاټېل په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې خلک باید بېدار وي او پولیس دې د مشکوکو هلو ځلو نه خبروي.

هغې وویل خلک به په ښکاره هم وویني چې پولیس او استخباراتی ادارې احتیاطي اقدامات پرځای کوي.