په چین کې د مسلمانانو بد حالت، او د پاکستان او نورو اسلامي ملکونو چوپتیا

دغه سپین ږیری چې موزی تي تاهون نومیږي، درې کاله مخکې له یو کمپ څخه خپل کلي ته ستون شو او اوس وایي چې نور مسلمان نه دی

د نړۍ تر ټولو گڼ میشته هیواد، چین، پخپلې آباتۍ کې مسلمانان هم لري چې ډیری یې په شمال ختیځې صوبې، شینجیانگ کې ژوند کوي او شمیر یې له ١٢ میلیونو زیات دی. په دې وروستیو کې پرله پسې داسې رپوټونه ورکړل شوي چې د چین حکومت، په شینجیانگ کې مسلمانان ځوروي او هغوی په بندونو کې اچوي.

د چوهدري جاوید عطا په نوم یو پاکستانی سوداگر چې په شینجیانگ کې یې له یوې مسلمانې اویغور سره واده کړی دی، یو له هغو کسانو څخه دی چې د چین حکومت دغو کارونو یې ژوند ورتریخ کړی او کورنۍ یې ورته پاشلې ده.

په وروستي ځل چې چوهدري جاوید عطا خپله مېرمن لیدلې وه، هغه څه باندې یو کال مخکې و. جاوید عطا په چین کې د تازه او وچو محصولاتو کاروبار کوي.

چوهدري جاوید عطا له یوې چینایي اویغورې مسلمانې سره واده کړی دی

یو ځل چې جاوید عطا خپل وطن پاکستان ته د تللو تکل وکړ، نو میرمنې یې آمنه مناجي چې د شینجیانگ یوه مسلمانه اویغوره ده، سخته اندیښمنه وه او هغه ته یې ویل: "ته چې ولاړ شې، نو سمدستي به هغوی [د چین انتظامیه] ما کمپ ته بوزي او بیا به راستنه نشم."

همداسې هم وشول. کله چې عطا د چین د ویزې نوي کولو دپاره خپل وطن پاکستان ته ستون شو، نو د ٢٠١٧ کال په اگست کې یې مسلمانه اویغور میرمن چې په شینجیانگ کې پاته وه، د چین د انتظامیې لخوا یو کمپ ته بوتلل شوه. له هغه وخته راهیسي، جاوید عطا بیا خپله ښځه نه ده لیدلې.

له آمنې سره د چوهدري جاوید عطا د واده، ١۴ کاله کیږي، او اوس چې یې ښځه ترې د چین چارواکو بندي کړې ده، عطا نشي کولای خپل دوه اولادونه (پنځه او اوه کلن) پاکستان ته راولي، ځکه چین حکومت د هغو پاسپورټونه قید کړي دي.

عطا دوه ځله د خپلو اولادونو لیدو ته، چین ته تللی، خو دواړه ځلي بیرته پاکستان ته ستون شوی ځکه ویزه یې ختمه شوې ده.

چوهدري جاوید عطا وایي دا یوازې د دې حال نه دی، بلکې گڼ شمیر نور پاکستاني کاروباریان چې په چین کې یې له اویغورو ښځو سره ودونه کړي، د ده په شان یې میرمنې ترې وړل شوي دي. هغه زیاتوي چې له ٢٠٠ څخه زیاتې داسې ښځې چې میړونه یې ورڅخه تللي، په چین کې د بیا روزنې د مرکزونو په نوم کمپونو ته وړل شوي دي.

چین د چوهدري عطا د لوڼو پاسپورټونه هم قید کړي دي

چین ولې مسلمانان بندیان کوي؟

پر چین باندې دا تور لگیدلی چې خپل د آباتۍ مسلمان وگړي، بنديان کوي؛ او ځیني رپوټونه وایي چې یو میلیون مسلمانان تر اوسه په چین کې د بیاروزنې مرکزونو په نامه، جېل ته ورته کمپونو کې اچول شوي دي. د بیا روزنې څخه مطلب، د ځینو په وینا، دا دی چې د چین مسلمانان له خپلې اسلامي عقیدې واړول شي.

د چین حکومت بیا د "بیا روزنې" کار، د هغو تشدده ډکو حملو او بلواگانو ځواب گڼي چې د بجینگ په وینا، د اسلامي بیلتون غوښتونکو لخوا په چین کې ترسره شوي دي.

په چین کې اویغور او قزاق مسلمانانو اسوشیتډ پرېس ته ویلي چې که څوک په چین کې په منظمه توگه خپل لمونځونه ووایي، یا کوم خارجي ویب سایټ وگوري، یا په بهر کې له خپلوانو سره په ټلیفون کې خبرې وکړي، نو کیدای شي چې په زوره کمپونو ته ولیږدول شي.

پاکستان او نور اسلامي ملکونه ولې چوپ دي؟

اسوشیتډ پرېس لیکي: هر کله چې په نړۍ کې کوم چیرته د اسلام یا د پیغمبر د سپکاوي خبره اوچته شي، نو پاکستانیان ځان د دین مدافعین گڼي او ردعمل څرگندوي، چې یوه بیلگه یې د اسلام د پیغمبر د کارتون ایستلو په ضد مظاهرې وې.

خو اوس چې په چین کې مسلمانان ځورول کیږي او د عقیدو د اړولو هڅې یې کیږي، پاکستان او نور اسلامي ملکونه پرې چوپه خوله پاته دي، دا ځکه چې له چین سره د خپلو تعلقاتو پر بنیاد لویو اقتصادي او سیاسي گټو باندې نظر لري.

په واشنگټن کې د ویلسن مرکز یو څیړونکی، مایکل کوگلمن وایي: "په بین الاقوامي تعلقاتو کې، هغه څه چې مهم دي، هغه له احساساتو پرته خالصې گټې دي."

کوگلمن زیاتوي دا چې اسلامي نړۍ له اویغور مسلمانانو سره د چین پر ناوړه چلند سترگې پټوي، کیدای شي وجه یې دا وي چې هغوی غواړي د نړې له راتلونکي سوپرپاور (چین) سره نږدې اړیکې وپالي.

پاکستان اوس مهال له سختو مالي ستونزو سره لاس او گریوان دی، او په همدې حال کې چین د پاکستان په ترقیاتي منصوبو کې سترې سرمایه کارۍ کړې دي، او مهمه یې د سي پیک منصوبه ده چې ویل کیږي ارزښت یې ٧٥ بیلینه ډالرو ته رسیږي.