د سي ائي اى مشر اسلام اباد نه بيرته غوښتل شوى دى

د سي ائي اى مشر اسلام اباد نه بيرته غوښتل شوى دى

د امريکا داستخباراتو مرکزي شبکې په اسلام اباد کې گمارل شوى خپل مشر له دې امله په سم لاسي توگه بيرته د پاکستان نه رابللى چې په دغه هيواد کې دهغه ژوند ته گواښونه څيلمه دي.
په اسلام اباد کې دامريکا داستخباراتي شبکې سي ائي اى مشر په روانه اوونۍ کې وروستو له هغې دخلکو په نظر کې راغلى چې يو پاکستاني وکيل د بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو د بريدونو له امله دوژل شوؤ کسانو دخپلوانو له لوري په محکمه کې د هرجانې اپيل دائر کړى ؤ.
دهرجانې په دعوه کې په اسلام اباد کې دسي ائياى اسټيشن چيف نه علاوه دادارې ډائريکټر ليون پينيټا او دامريکې ددفاع وزير هم دوژنو ذمه وار گرځول شوي وؤ.
دسي ائي اى يووياندجارج لټل دجمعې په ورځ ميډيا سره خبرو کې ددغه مقدمې دتفصيلاتو دتصديق څخه دډډې کولو په وخت وئيلي ؤ دادارې اسټيشن چيفز دلويې خطرو سره مخ ؤ او هغوي ته تحفظ ورکول دادارې لمړۍ ترجيح وي.
امريکائي د ميزائيل بريدونو کې دډرون په استعمال دڅه رقم بيان ورکولو څخه ډډه کوي خو وائي چې دغه بريدونه دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دالقاعده او ترهه گرو دځالو په ضد دجگړې مهمه برخه ده.
دسرچينو له مخې په اسلام اباد کې تعينات دسي ائي اى مشر نۀ يواځې دډرون پروگرام بلکې دپاکستان دحساسې ادارې ائي ايس ائي سره په رابطو کې هم مهم کردار ادا کوي.
په تيرو څو مياشتوکې دامريکا لخوا پاکستان قبائيلي سيمو کې دډرون بريدونو کې تر زياته حده چټکتيا راغلې ده او په تيرودوؤ ورځو کې په لمړي ځل ددغو الوتکو څخه په خيبرايجنسۍ کې هم دتندلارو ځالې او يو گاډى په نخښه شو چې پکې د30ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي خو ځينې سرچينې وائي دوژل شوؤ جنگيالو شمير 50ؤ څخه اوښتى دى.