د قامي سلامتیا پارلېماني کمېټۍ پاشا، منصور او حقاني ته د وړاندې کېدو وینا کړې

د قامي سلامتیا پارلېماني کمېټۍ پاشا، منصور او حقاني ته د وړاندې کېدو وینا کړې

د پاکستان د پارلېمان د قامي سلامتیا په بابله د پارلېماني کمېټۍ د جمعې په ورځ پخپله کاروائي کې د لانجمن مېمو گېټ درې مهم کردارنو ته د کمېټۍ ته د وړاندې کېدو وینا کړې ده.
د پیپلز پارټۍ سېنټر رضا رباني په مشرۍ کې پارلېماني کمېټۍ د استخباراتي ادارې مشر جنرل احمد شجاع پاشا ، پاکستاني نژاده امریکایي وگړې منصور اعجاز او په امریکا کې د پاکستان پخواني سفېر حسېن حقاني ته د جنورۍ په میاشت کې د کمېټۍ وړاندې د پېش کېدو ویل شوي دي.
د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د کمېټۍ د غونډې وروسته سېنټر رضا رباني خبریالانو ته وویل چې د پلټنو لپاره به د کمېټۍ غونډه د جنورۍ میاشتې د لسمې نېټې وروسته کېږي.
ښاغلي رباني وویل چې پارلېماني کمېټۍ خپل سفارشاتونه زر ته زره سر ته رسول غواړي او بیا به حکومت ته د پارلېمان گډه غونډه رابللو وینا کوي.