موباېلونه هم د کرونا وایرس د خوریدو‌ سبب جوړیدلی شي؟‌ مخه يې څنګه نیولی شئ؟‌

اکثره خلک د خپلو عکسونو یا سېلفیانو جوړولو شوق هم لري او د دغې لپاره خپل موباېل ځان ته نژدې نیسي. ځکه د صحت چارواکي وايي هره ورځ خپل موباېل پاک کړئ.‌

په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرس دخوریدو مخنیوي‌ لپاره دا مهال یو شمیر ګامونه اخستل شوي. یو شمیر حکومتونو خپل هیوادونو او لوې لوې ښارونو تړلي او خلک ته په کور کې د پاتې کیدو وېل شوي،‌ د صحت چارواکو لخوا عام ولس ته بیا بیا په صابانه د لاسو وینځلو، د ټوخي او پرنجي په وخت خلې ته د څه نیولو او د ناروغۍ په حالت کې ځان دا نورو خلکو نه جدا کولو ویل شوي.‌

د دې هر څه تر څنګ خلکو ته د خپلو ټیلیفونونو د پاکوالي ‌هم وېل شوي ځکه نن سبا هر هغه تن چې د کور دننه ناست وي‌ او یا بهر ګرځي موباېل ساتي‌ او کاروي‌ يې هم.‌ دغه موباېل نه یوازې په لاسونو کې نیول د خبرو په غوږ او مخ ته نژدې کیدل یې د کرونا وایرس د خوریدو لوې سبب ګرځیدلی شي.

په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي‌ او ځان ساتنې مرکز (سي‌ ډي سي) په خلکو غږ کړی چې هر ورځ استعمالیدونکي د ټیکنالوژۍ الات لکه موباېل،‌ کمپیوټر،‌ ايي‌ پېډ، ټیبلټ،‌ د کمپیوټر کي‌ بورډ، ماوس او نور ټول کاریدونکي‌ شایان باېد هره ورځ پاک کړل شي.

د صحت ماهرین وايي د کرونا وایرس په پلاسټک، سټیل او شیشه د دریو ورځو پورې ژوندې پاتې کیدلی شي او که د دغه موباېل، ټیبلټو او یا ايي پیډونه تاسو وکاروۍ نو نه یواځې تاسو ته وایرس لګیدلی شي تاسو بیا د دغې د خوریدو سبب هم ګرځیدلی شئ.

خپل موباېلونه څنګه پاکولی شئ؟‌

د سي ډي سي ترمخه هر یوتن کولی شي چې خپلو دغه الاتو ته بې د خرابیدو پاک کړي،‌ د کرونا وایرس د خوریدو مخه هم نیولی شئ. سي ډي سي د موباېل او نورو الکټرانیکي الاتو د پاکوالي لپاره لاندیني‌ وړاندیزونه کړي.‌

  • باېد خپل موباېل هره ورځ پاک کړۍ، ځکه د دغې استعمال سره نه یواځې ستاسو لاسونو مخ ته وایرس رسیدلی شي.
  • په موباېل ټیلیفون نیغ په نیغه د پاکوالي لپاره سپری یا پشم مه کوۍ.
  • خپل موباېل د پاکوالي په محلول یا اوبو کې کله هم مه ګدۍ.
  • خپل موباېل په هغه الاتو مه پاکوۍ چې تیزه او توده هوا ولي.
  • د خپل موباېل شیشه په سخت څه باندې مه پاکوۍ ځکه چې دغې سره شیشه یا سکرین خرابیدلی شي.
  • خپل موباېل کله هم لمدوۍ مه دې سره موباېل خرابیدلی شي.
  • لومړی خپل موباېل مکمل بند او د چارج کیدو نه یې لرې کړۍ.
  • خپل موباېل د چارج کیدو په وخت چرته هم مه پاکوئ.
  • د پاکوالي لپاره هغه واېپس یا کپړې وکاروۍ چې ۷۰ سلنه الکوحل لري.
  • په کور کې نرمې کپړې او یا نرم کاغذ (پېپر) د پاکوالي تر ټولو ښه څیزونه دي.‌

دغه کپړې یا پیپر باندې لومړی سپرې وکړۍ او بیا پرې خپل موباېلونه پاک کړئ.

د کرونا وایرس د مخنیوي‌ لپاره د صحت چارواکو لخوا د یو شمیرنورو اختیاطونو تر څنګ نن سبا خلکو ته دا هم ویل کیږي چې لاسونه وینځۍ،‌ خله پټه ساتۍ، په کور کې پاتې شئ او خپل موبایلونه پاک ساتئ.