روس: وسلوال تن په داغستان کې ۵ تنه عیسایان په ډزو وژلي دي

رپوټونه وایي په ډزو وژل شوي او ټپیان ټول هماغه عیسایان دي، چې کلیسا ته د (مېزلینیتسا) په نوم یوه مذهبي جشن لمانځلو ته ورغلي وو او څو شېبې وړاندې له کلیسا څخه را وتلي وو

د اتوار-یکشنبې په ورځ یوه نامعلوم وسلوال تن د روس د شمالي قفقاز په داغستان سیمه کې پر عامو خلکو ډزې کړي، چې ۵ تنه یې وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي.

د روس سرکاري خبري ایجنسۍ تاس وایي، د داغستان په کیزلیار سیمه کې ګڼ شمېر کسان له یوې کلیسا څخه تر خپلو مذهبي مراسمو وروسته د را وتلو په حال کې وو، چې وسلوال تن ورباندې ډزې وکړې.

وایي د ډزو په نتیجه کې څلور کسان ځای پر ځای و وژل شول او پینځه پکې ټپیان شول، خو وایي په ټپیانو کې هم د یوه تن حالت مرګونی وو او ساه یې ورکړه.

رپوټونه وایي په ډزو وژل شوي او ټپیان ټول هماغه عیسایان دي، چې کلیسا ته د (مېزلینیتسا) په نوم یوه مذهبي جشن لمانځلو ته ورغلي وو او څو شېبې وړاندې له کلیسا څخه را وتلي وو.

تاس ایجنسۍ وایي پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ور ورسېدل، چې له بریدګر سره یې د ډزو تبادله شوې او هغه یې وژلی دی. د کیزلیار سیمې ښاروال الیکسانډر شوالوو وایي په ډزو کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

د پېښې سبب تر اوسه نه دی څرګند او نه هم کومې ډلې په دې برید کې د لاس لرلو دعوه کړې ده. پولیس وایي لومړۍ پلټنې ښيي چې وسلوال کس له کومې ډلې سره تړاو نه درلود.

داغستان د چچنیا او کېسپین سمندرګي تر منځ پرته سیمه ده او اوسېدونکي یې اکثر مسلمانان دي.