بنگله دیش کې اړی گړی، ٣ کسان مړه

A Bangladeshi riot policeman stands guard in front of the Dhaka Stock Exchange during a demonstration in Dhaka, Bangladesh, January 24, 2012.

بنگله دیش کې چارواکې وائي پولیسو د اتوار په ورځ د حکومت مخالف ډلې په لاریونونو ډزې کړې دي چې په نتیجه کې يي لږ ترلږه درې کسان وژل شوې او د ١٠٠ ؤ نه زیات نور کسان زخمیان شوې دي.

ډزې په چاندپور او لسکمي پور ښارونو کې د بنگله دیش نیشنل پارټۍ په پلویانو شوې دي. مظاهره کونکوغوښتنه کوله چې د ووټونو د انتظام د پاره دې هاغه نظام پرځائی کړی شي چې د لاندې يي ازاد موقتي حکومت د قامي انتخاباتو څارنه کوي. دغه نظام د وزیراعظمې شیخ حسینه حکومت ختم کړی دی.

د اړي گړي د وېرې په وجه حکومت په سرښار ډهاکه کې د بې این پې په لاریونونو پابندي لگولې ده. چارواکو ویره لرله چې ډهاکه کې د بې این پې د احتجاج په مهال به ددغه پارټۍ او د واک من عوامي لیگ پارټۍ پلویانو په منځ کې نښتې رامنځته شي.