مصر کې د عدالت د فیصلې خلاف احتجاج کې ٣١ کسان مړه شوې دي

د فټ بال میچ په موقع د ځنې کسانو خپلوانو د عدالت په فیصله خوشحالي ووکړه

د مصر پورټ سید ښار کې د عدالت د طرفه ٢١ کسانو ته د مرگ سزا اورولو ورستو احتجاج او اړې گړې کې ٣١ کسان وژل شوې دي.
پورټ سید کې عدالت د خالي په ورځ د مرگ سزاگانې د فټ بال میچ په موقع د تشدد په سر اورولې دي چې د مصر په تاریخ کې د فټ بال په سر شوی بدترین تشدد گڼلی کیږي.
د عدالت د فیصلې ورستو د سزا شوؤ کسانو خپلوانو او پولیس په منځ کې نښتې شورو شوې. په اړي گړي د قابو موندلو د پاره پولیس په کوڅو کې ډزې ووکړې خو ددې پرته د اتوار په ورځ هم د تشدد لړۍ جاري وه.
د اتوار په ورځ پولیس ویلي تشدد کې ٣١ کسان وژل شوې دي.
قاهره کې عدالت ٢١ هاغه کسانو ته د مرگ سزا واو روله چې تیر کال پورټ سید کې پې د فټ بال میچ په موقع تشدد کې د لاس لرلو الزام لگول شوی وو. فټ بال تشدد کې ٧۴ مړه شوې وو.