مبارک استعفا ورکولو نه انکار کړی

مبارک استعفا ورکولو نه انکار کړی

د مصر صدر حسنې مبارک قام ته وینا کې وئیلې چې استعفا نه ورکوي او ائین کې به اصلاحات راولي.

د حسنې مبارک د تقریر وړاندې غربي نشریاتي ادارو رپوروټونه نشر کړې وو چې د تیرو ١٧ ورځو د احتجاجونو ورستو حسنې مبارک واک نه ښکته کیدو ته تیار شوی دی.

د مصر پوځ اعلان کړی وو ښاغلی مبارک به د اولس غوښتنې پوره کوي او داسې نښې څرگند یږي چې واک به د لاسه ورکوي.

د امریکې د استخباراتي ادارې مشر وئیلي وو داسې امکان ښکاري چی صدر مبارک د زیارت په شپه استعفا ورکړي.
په سرکاري ټیلي ویژن ویډیو کې ښودل شوې چې د دفاع وزیر فیلډ مارشل حسین تنتاوي د پوځ اعلی شورا د غونډې مشري کوي چې په کې د دوه درځنه پورې اعلی پوځي مشرانو برخه اخستې.
په غونډه کې نه صدر مبارک او نه د هغه ټاکل شوی مرستیال صدراو د استخباراتو مشر عمر سلیمان موجود وو.
مصر کې مظاهره چیان د تېرو 17ؤ ورځو نه د صدر حسني مبارک د استفا غوښتنه کوي چې د تیرو دیرشوکالو نه صدر دې.
صدر مبارک اعلان کړې دی چې په راتلونکي صدراتی ټاکنو کې به برخه نه اخلي خو مظاهره چېان د نوموړي سم لاسي استفا ورکولو غوښتنه کوي.
د مصر پوځ په یو بیان کې ویلی دي چې د مظاهره چیانو د جائز غوښتنو ملاتړ کوي. د استفا په خبرونو باندې مظاهره چیانو په قاهره کې خوشالې لمانځال پېل کړي دي.