مصر کې د اخوان المسلیمون په روحاني مشر مقدمه

بل خوا د مصر پخواني صدر حسني مبارک هم د اتوار په ورځ یو عدالت کې حاضر شوی دی. په هغه کال ٢٠١١ کې د هغه خلاف احتجاج کونکو باندې تشدد او وژنو په سر مقدمه بیا سره چلول کیږي

مصر کې د اخوان المسلیمون روحاني مشر او د هغه په دوو نائبینو هیواد کې د اړې گړې راپارولو په الزام مقدمه د اکتوبر د میاشت پورې ځنډول شوي ده.
مقدمه د اخوان المسلیمون محمد بدیع او د هغه په دوو نائبینو باندې په دې الزام لگول شوي چې پوځ لخوا د صدر محمد مرسي د حکومت ختمیدو خلاف احتجاجونو کې يي تشدد راپارولی دی.
د اخوان المسلیمون پلویانو د محمد مرسي د لرې کیدو خلاف تحریک شورو کړی دی او غوښتنه کوي چې هغه دې پرځائی کړی شي.
د محمد مرسي په حق کې شورو شوي تحریک کې د تشدد په الزام د محمد بدیع او د هغه د دوو ملگرو خلاف د مقدمې کاروائي شورو شوه خو سمدستې ورستو وځنډولی شوه. د مقدمې د بیا اوریدو د پاره د اکتوبر د میاشت ٢٩ مه نیټه ټاکلی شوي ده.
بل خوا د مصر پخواني صدر حسني مبارک هم د اتوار په ورځ یو عدالت کې حاضر شوی دی. په هغه کال ٢٠١١ کې د هغه خلاف احتجاج کونکو باندې تشدد او وژنو په سر مقدمه بیا سره چلول کیږي.