یورپ د منځني خیتځ خڅه د ستنیدوکو وسلوالو د خطر سره مخامخ دی، چارواکي وايي

په نژدې وختونو کې د فرانس پشمول د یورپ په یو شمیر هېوادونو کې د ترهگرۍ حملې شوي دی

یورپ ته د ورستنیدونکو وسلوالو او د دوی لخواه امنیت ته د خطر راکمولو لارې چارې د لټولو په خاطر د ټولې نړۍ نه حکومتي چارواکو او ماهرینو د اټلي پایتخت روم کښې تیره اونۍ یوه ناسته وکړه. دغه غونډه په داسې وخت کې ترسره شویده چې د اټلي پولیسو ویلي دوي په شام کښې د ترهگرو مالي امداد لپاره جوړ دوه مرکزونه ویجاړ کړېدي.

د غونډې برخه والو چارواکو وینا وه چې د "یوروپي امنیت او همکارۍ سازمان" اواېس سي اي غړو ترمنځ همکاري ډیره مهمه ده چې د پرتشدده تندروۍ او یورپ ته راپیښ د بهرنیو جنگیالو د گواښ مخه ونیول شي.

په روم کښې کیدونکې دې غونډې لپاره کلک امنیتي گامونه اخیستل شوي وو.

په غونډه کښې د ۴٧ هېوادونو ٣٦٠ استازو گډون درلود چې یورپ ته ور روان تندروه وسلوالو په مسئله بحث وکړي.

د غونډې په روم کښې د کیدلو یو علت دا هم و چې اټلي دا محال د او اېس سي اي صدرات کوي.
په غونډه کښې د غړي هیوادونو ترمنځ د معلوماتو شریکولو اړتیا ته ټینگار وشو ځکه چې گڼل کیږي د شخړو د ځای څخه واپس راستنیدونکې بهرني جنگیالي یو بین المللي گواښ دې.

په دغه کانفرنس کښې موجود د اټلي د ترهگرۍ د مخنوي یو عدالت قاضي فریډریکو کفیرو ډی راهو وویل " د ترهگرۍ د گواښ ارتقاء نوې لارې پرانستلي چې مناسبه حکمت عملی ته اړتیا لري. د دولت اسلامي ماتي اثرات شته او مونږ ته د تحقیقاتو او معلوماتو له لارې دا خبره مستند شویده.

د تفتیشي افسرانو پشمول د ښاغلي ډي راهو اعلان وکړو چې دوی د ترهگرۍ خلاف شمالي اټلي کې کامیابه عملیات کړیدي او په نتیجه کې یې دوی جهادي اډې ویجاړې کړیدي او یو شمیر کسان یې گرفتار کړیدي.

" په دې عملیاتو کې ١۴ تنه نیول شویدي چې پکښې ١١ شامیان او درې د مراکش اوسیدونکي شامل دي. په څلور کسانو د ترهگرۍ مقدمه درج کړې شویده ولې نور کسانو باندې د ترهگرۍ فعالیتونو لپاره چندې کولو مقدمه ده.

پولیسو ٢.۴ ملینه ډالره کوم چې په غیر قانوني ډول د اټلي نه استول شوې وې معلومې کړېدي. دغه پیسې القاعدې ترهگر ډلې تړون لرونکې ال نصراء فرنټ لپاره لیگل شوې وې.

په روم کې د یورپي امنیت او همکارۍ سازمان غړو ویره درلوده چې بهرني جنگیالي یورپ ته په راستنیدو به پټې شبکې جوړې کړي او د ترهگرو ډلو لپاره بهرتیانې او چندې راغونډوي. دا کسان داسې هم کولې شي چې خلق ترهگرۍ ته را اوپاروي یا ترهگر بریدونه ترسره کړي.