پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو تړلو لپاره سم ګامونه نه دي اخستي

د ترهګرو ډلو د مالي مرستو او د غیر قانوني پېسولیګلو رالیګلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف د تازه جاج اخستو وروسته ویلي پاکستان د داعش، القاعده، جماعت الدعوه، فلاح انسانیت، جېش محمد، حقاني نېټ ورک او د طالبانو ځینو کسانو سره د غیر قانوني مرستو په اړه د تړلو خطرونو پوهه نه لري.

د جمعې په ورځ ورکړل شوي بیان کې اېف ای ټي اېف وايي د روان کال د جنورۍ د میاشتې پورۍ پاکستان د دغه مرستو تړلو لپاره ناکافي کوششونه کړي دي. او پاکستان نه يې غوښتلي د می میاشتې پورې دې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو تړلو لپاره چټک او کافي ګامونه واخلي.

اېف ای ټي اېف د مخکې نه پاکستان په خړ نوملړ کې اچولی. او ویره ده چې که پاکستان د دغه نړیوالې ادارې سپارښتنې عملي نه کړي نو کېدی شي پاکستان په تور لسټ کې واچول شي.

اقتصادي کارپوهان وايي د اېف ای ټي اېف نه په خړ لسټ او نه هم په تور لسټ کې نوم د یو هېواد لپاره په نړیواله توګه ښه خبره ده. که یو هېواد په تور لسټ کې شامل شي نو د نورو هېوادونو یا ادارو نه قرضونه اخستل ګران شي او اقتصادي باورتیا يې کمه شي.

اېف ای ټي اېف د پاکستان نه څه غواړي؟

د جمعې په ورځ د نړیوالې ادارې فاېننشل اېکشن ټاسک فورسلخوا خپور شوي بیان کې د پاکستان نه یو وارې بیا د یو شمیر ګامونو اخستلو غوښتنه شوې ده. په دغه غوښتنو کې ځېنې په لاندیني ډول دي.

  • پاکستان له به د ټاسک فورس لخوا ټاکل شوي خطرونو(چې د ترهګرو ډلو لخوا موجود دي) ځان پوهول، دغه خطرونو ته کتل او د دغې مخنیوی کول وي.
  • پاکستان به دا هم ښايي چې په هیواد کې اړونده حکومتي چارواکي په غیر قانوني توګه د پېسو لیګلو رالیګو یا مني لانډرنګ پرضد ګامونه اخلي او د نورو چارواکو او ادارو سره په دغه لړ کې مرستې هم کوي.
  • پاکستان به دا باور ورکوي چې حکومتي چارواکي به د نقدو پېسو وړونکي راوړونکي په ګوته کوي او هم دغه شان به د غیر قانونيپېسو حرکت هم ودروي، چې ورسره به د دغې سره تړلې خطرونه په نخښه کیږي.
  • په هیواد کې به د مني لانډرنګ مخنیوي لپاره کارکونکو ادارو تر منځه رابطې ښې کول وي په خاصه توګه د صوبايي او مرکزي حکومتي ادارو تر منځه.
  • پاکستان به د هیواد دننه قانون عملي کونکې ادارې دومره قوي کوي چې دوي د پېسو په غیرقانوني کاروبار کې ککړ کسان او ادارې معلومې کړي، ترې پلټنې وکړي او بیا يې عدالتونه ته هم وړاندې کړي چې سزا ورکړل شي.
  • پاکستان له به دا یقیني کول وي چې د ټاسک فورس لخوا اخستل شوي ګامونو نتیجې اثر لرونکې یا موثره او توله وي. سره د دې به په هیواد کې د قاضیانو او عدالتونو کار ښه کوي او د دوي مرستې کول وي چې د ټاسک فورس فیصلې عملي شي.
  • پاکستان له به دا خبره عملي کول وي چې د هیواد دننه ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ ترهګرو او تندروه ډلو ماليسرچینې وتړي او هغه کسان یا ډلې چې د دغو لپاره کار کوي، دوي له چندې یا پېسې راټولوي دغه هر څه به په ډاګه کوياو دوي به د نقدو او جاېدادونو نه کنګالوي.
  • او دا به هم ښايي چې د کومو خلکو نه جاېدادونه اخستی شوي دي یا يې پرضد ګامونه اخستل شوي دي، هغوي به رېښتیا هم د خپلو اساسو او وسیلو د کارولو نه محروم پاتې وي.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی چې په غېر قانوني توګه د پېسو لېن دېن (مني لانډرنګ) او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کې د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی وو.