د هندوستان پخوانی صدر/ ولسمشر پرناب مکرجي نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د ۸۴ کالو په عمر کې مړ شو. پرناب مکرجي په کرونا وایرس اخته شوی وو او د څو اونیو راهسې په هسپتال کې بستر/ داخل وو.
مکرجي د اګست په ۱۰مه نېټه د نوي ډیلي په پوځي روغتنون (ارمي ریسرچ اېنډ ریفرل هسپتال) کې وروسته د هغې داخل کړی شوی وو، چې په مذغو کې یې د وینۍ ټوټې جمع کیدو وروسته غورځیدلی وو. هم په دغه روغتون کې بیا د مکرجي د کرونا نتیجه مثبته راغله. مکرجي په کرونا د اخته کیدو اعلان په خپل ټوېټر کړی وو او د ځان سره نژدې پاتې شوي خلکو یې غوښتلي وو چې ځان قرنطین کړي او خپل ټسټونه وکړي.
On a visit to the hospital for a separate procedure, I have tested positive for COVID19 today. I request the people who came in contact with me in the last week, to please self isolate and get tested for COVID-19. #CitizenMukherjee
— Pranab Mukherjee (@CitiznMukherjee) August 10, 2020
د پرناب مکرجي د دماغو عملیات/ اپرېشن کامیاب شوی وو خو حالت یې د اتوار په ورځ د سږو/ پهېپهړو د زخم وروسته خراب او بیا بې هوشه شو. د یاد اپرېشن وروسته هغه د ساه اخستو په مشینانو ساتل شوی وو. د کرونا وایرس د پخلي ۲۱ ورځې وروسته د مکرجي د وجود یو شمیر برخو کار پرېښود.
د پخواني صدر ځوي ابهېجیت مکرجي په یو ټوېټ کې د خپل پلار د مرګ پخلی کړی. نوموړي لیکلي: ٫٫ ډیر په درون زړه تاسو ټول خبرومه چې زما پلار شري پرناب مکرجي د مړ شو.٬٬
With a Heavy Heart , this is to inform you that my father Shri #PranabMukherjee has just passed away inspite of the best efforts of Doctors of RR Hospital & prayers ,duas & prarthanas from people throughout India ! I thank all of You 🙏
— Abhijit Mukherjee (@ABHIJIT_LS) August 31, 2020
پرناب مکرجي د ۵۱ کالو سیاسي سفر کې د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۷م پورې د هندوستان ولسمشر وو. که څه هم په هندوستان کې د صدر دفتر علامتي وي او وزیراعظم د هیواد مشر وي. د صدارت وړاندې مکرجي د خزانې، خارجه او دفاع وزیر هم پاتې وو. د دغې تر څنګ نوموړي د ايي اېم اېف او نړیوال بنک د بورډ غړی هم پاتې وو.
India grieves the passing away of Bharat Ratna Shri Pranab Mukherjee. He has left an indelible mark on the development trajectory of our nation. A scholar par excellence, a towering statesman, he was admired across the political spectrum and by all sections of society. pic.twitter.com/gz6rwQbxi6
— Narendra Modi (@narendramodi) August 31, 2020
د هندوستان وزیراعظم نرېندرا مودي د مکرجي د مرګ د خبر وروسته لیکلي : ٫٫ زمونږ د قام د پرمختیا په لار کې یې نه هیریدونکې نخښې پرېښودي.٬٬ نرېندرا مودي د دغه ټوېټ سره خپل یو عکس هم خپور کړی چې پکې هغه د مکرجي پښو ته د درناوي لپاره لاندې شوې.