مطبوعات: د ډانلډ ټرمپ دوه مرستیالان به په کانګرس د حملې په اړه شهادتونه ورکوي

د قامي سلامتیا دپاره د ټرمپ نایب مرستیال مېتیو پاټېنجر او د هغه نایب ترجمانه ساره مېتیوز به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ، د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټيټیوز یا د ایوان نمایندګانو کمېټۍ ته حاضرېږي چې په کانګرس د یرغل په اړه تحقیقات او د شهادتون اورونه کوي

امریکايي مطبوعاتي ادارې وايي د هېواد د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دوه مرستیالان به دا هفته د امریکې په کانګرس د یرغل په اړه تحقیقات کونکي د کانګرس کمېټۍ ته شهادتونه ورکوي او دا وضاحت به کوي چې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ د مظاهره چیانو یرغل ته د وخت صدر ټرمپ په سمدستي ډول څه ردعمل څرګند کړی و.

د قامي سلامتیا دپاره د ټرمپ نایب مرستیال مېتیو پاټېنجر او د هغه نایب ترجمانه ساره مېتیوز به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ، د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټيټیوز یا د ایوان نمایندګانو کمېټۍ ته حاضرېږي چې په کانګرس د یرغل په اړه تحقیقات او د شهادتون اورونه کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په دغه سماعت کې توجه په وایټ هاوس کې حالاتو ته کولی شي چې کله د ټرمپ پلویانو د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړو نو په وایټ هاوس کې څه کېدل؟

توقع ده چې پاټینجر او ساره مېتیوز به د وایټ هاوس د عملي او د ډانلډ ټرمپ د کورنۍ هغو ناکامو کوښښونو ذکر کوي چې غوښتل يې صدر ټرمپ په خپلو پلویانو غږ وکړي چې په کانګرس د حملې نه په شا شي.

د وي او ای رپورټ وايي په کانګرس د یرغل شروع کېدو درې ګنټې وروسته د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ بالاخر بیان جاري کړو او پلویانو ته یې وویل چې کورونو ته دې لاړ شي.

پاټېنجر او ساره مېتیوز هم په دغه ورځ استعفاګانې ورکړې.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس د تحقیقاتي کمېټۍ اورونه د شپې په وخت کېږي چې دا ډول ډیر خلک یې په قامي کچه په ټېلې وژن وکتل شي.

په کمېټۍ کې د پخواني صدر د ريپبلېکن پارټۍ غړي اېډم کېنزنجر د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ټېلې وژن یوه مرکه کې وویل کمېټۍ هغه خالي ځایونه ډک کړي دي چې د حملې په وخت ډانلډ ټرمپ څه مصروفیات وو؟ هغه وویل ټرمپ هېڅ نه کول دغه وخت په ارام ناست و او ټېلې وژن یې کتلو.

توقع ده چې د امریکايي صدر په تحفظ مامور سېکرېټ سروس یا خفیه پولیس په کانګرس د حملې په مهال د خپلو مواصلاتي پېغامونو ټول رېکارډ هم کمېټۍ ته وسپاري. دغه رېکارډ پس له هغې غوښتل شوی دی چې د سېکرېټ سروس سرپرستې ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي یو څارنوال په یو رپورټ کې وویل چې د سېکرېټ سروس اېجنټانو د جنورۍ په شپږمه نېټه او د دې د یوه ورځ وړاندې ټېکسټ مېجونه یا پېغامون حذف کړي.

یادونه: د دې خبر څه معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي