جنرال نکولسن: افغانستان کې د ماتې تاوان له تصور بهر دی

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه په نړۍ کې یوه خورا مهمه جګړه ده، چې باید دا جګړه وګټل شي.

جنرال نکولسن نن د شنبې یا خالي په ورځ په کابل کې د افغان او امریکایي پخوانیو معیوبو منسوبینو یوې غونډې ته وویلي امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ ترټولو اوږده جګړه کې ښکیل ده.

دا غونډه د هغو شپږو امریکايي سرتېرو په مناسبت جوړې شوې وه، چې د افغانستان په جګړه کې ټپیان شوي وو او د درملنې وروسته بیرته دغه هیواد ته ستانه شوي دي.

جنرال نکولسن د افغانستان په روانه جګړه کې د نړیوالو او افغان ځواکونو د سرښندنو د ستاینې په ترڅ کې وویلي په افغانستان کې په جګړه کې ماتې به په نړیواله کچه جهادي او ترهګرې ډلې د خپلو فعالیتونو دوام ته لا وهڅوي.

جنرال نکولسن وویل " د همدې له امله مونږ دلته یو، او د همدې له امله باید مونږ جګړه وګټو. په سلګونو زره افغانان نن بیدار شوي او د افغانستان خلکو، خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې او زمونږ د امنیت لپاره کارکوي، د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ جګړه په نړیواله کچه مهمه جګړه ده، د جګړې د ماتې زیان له تصور بهر دی، مونږ باید دا جګړه نه یوازې د دې هیواد د راتلوونکي لپاره بلکې د بشریت په خاطر وګټو".

دغه شپږ امریکايي سرتېري چې تر درملنې وروسته یو ځل بیا افغانستان ته تللي، بګرام او د افغانستان یو شمیر ولایتونو ته سفرونه کړي او هلته یې له د افغان او بهرنیو پوځي ټپیانو او سرتیرو لیدلي او د هغوی سره یې خپلې تجربې شریکې کړي دي.

په کابل کې دغه غونډې ته هغه اوه افغان معیوب عسکر هم وربلل شوي و، چې ټاکل شوې د کېنېډا د ټورانټو په ښار کې د "نه ماتېدونکو" لوبو په نوم په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي. ددغو لوبو هدف په جګړو کې د ټپي شویو پوځیانو قربانیو ته درناوی گڼل شوی.

دغه سیالۍ چې د سپټمبر د میاشتې له ۲۳ څخه د سپټمبر د میاشتې تر ۳۰ مې پورې به د کېنېډا د ټورانټو په ښار کې ترسره شي، په کې د اولس هیوادونو د پوځ ۵۵۰ معیوب شوي پخواني پوځیان برخه اخلي او هغوی به ۱۲ ډوله لوبو کې یو بل سره مقابلې وکړي.

د وي او ای اشنا په مننه!