ګلګېت بلتستان ته د عبوري صوبائي حیثیت په ورکولو غبرګونونه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، حکومت یې فیصله کړې ده چې د پاکستان تر ولقې لاندې کشمير یوې برخې ته چي پاکستان ورته ګلګېت بلتستان وايي، «عبوري صوبائي حیثیت» ورکړي.

هند چې د کشمير دوه په درېیمه برخه یې تر ولقې لاندې ده او د پاکستان غوندې د ټول کشمیر دعویدار دی، د اسلام آباد له خوا ګلګېت بلتستان ته د دغه نوي حیثیت ورکولو غندنه کړې ده.

عمران خان د اتوار په ورځ ګلګېت بلتستان ته چې شاوخوا دوولس لاکهه آبادي لري او د هېمالیا غرونو په لمن کې پرته ښکلې سیمه ده، سفر وکړ او هلته یې خلکو ته وویل: «غواړم د ګلګېت بلتستان خلکو ته اومبارکي ورکړم، په دې چې مونږ فیصله کړې ده ګلګېت بلتستان ته عبوري صوبائي حیثیت ورکړو، کوم چې د ډېرې مودې راهیسي د دوی غوښتنه وه.»

عمران خان په دې اړه نور جزییات ورنکړل، خو پخپل بیان کې چې په ټي وي کې خپرېده، وویل چې دا فیصله د کشمیر په اړه د اقوام متحده د امنیت شورا د قراردادونو په چوکاټ کې شوې ده.

وزیراعظم په مبینه توګه کوشش وکړ هغه فکرمندۍ لېرې کړي کوم چې ګني د ګلګېت بلتستان په حیثیت کې تغیر راوستل به د اقوام متحده له لارې د کشمیر د لانجې د حل لپاره د پاکستان دریځ کمزوری کړي، هغه دریځ چې پاکستان وایي کشمیریانو ته دې د خپلې فیصلې حق ورکړی شي.

عمران خان په داسې وخت کې ګلګېت بلتستان ته ولاړ چې ټاکل شوې ده د نوامبر په پنځلسمه (۱۵) هلته د ځایي اسمبلې انتخابات وشي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان، ګلګېت بلتستان ته د سفر پر مهال

هندي چارواکو د پاکستان د وزیراعظم تازه خبرو ته په جواب کې بیا هم ټینګار وکړ چې د هېمالیا د غرونو په لمن کې پروت ټول کشمیر د هند د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د هند د خارجه وزارت ویاند، انوراګ شري واستوا ویلي: «د هند حکومت د پاکستان دا کوشش په کلکه ردوي چې د خپلې ناقانونه او جبري ولقې لاندې د هند په یوه علاقه کې مادي تبدیلیات راولي.»

د هند خارجه وزارت ویاند د پاکستان نه وغوښتل چې په فوري توګه دې ټولې هغه سیمې پرېږدي کوم چې د ده په وینا «ناقانونه یې لاندې کړي دي».

گلگېت بلتستان یوازینۍ ځمکنۍ لاره ده چې پاکستان او چین سره نښلوي او د دې دوو ملکونو ترمنځ د سي پېک غټې منصوبې مهمه برخه ګڼل کیږي.

د پاکستان خارجه وزارت بیا د هند دغو انتقادي بیانونو ته په جواب کې، هغه «غیرذمه دارانه او غیرضروري» گرځولي دي.

بل اړخ ته د پاکستان تر ولقې لاندې کشمیر وزیراعظم راجا فاروق حیدر، د ګلګېت بلتستان د نوي حیثیت په اړه د فیصلې په باب د هغه ځای خلکو ته امبارکي ورکړې ده، او ویلي یې دي چې دا فیصله سیاسي نه، بلکې امنیتي مسئله ده.