افغانستان کرکټ لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

د نړیوال کپ د غواروي سیالیو یا (اېي سي سي کوالیفاېنګ) لوبو کې نن افغانستان په خپله اخېرۍ لوبه کې نیپال ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه.

نیپال نن په دغه لوبه کې د ټاس یا پچې ګټلو وروستو لومړې د توپ وهنې یا بېټنګ فیصله وکړه او ټول لوبغاړي يې په ۱۹۴ منډو جوړولو اوټ شول.

د نیپال لخوا پي خادکا ۷۵، عارف شیخ او ج مالا ۲۳، ۲۳ منډې جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړی. خو د نیپال نورو لوبغاړو د افغانستان د بالرانو مقابله وه نه کړی شوه او ډیر زر زر وسوځیدل.

د افغانستان لخوا نن محمد نبي تر ټولو غوره بالنګ وکړو او په خپلو لسو اورونو کې يې د ۳۳ منډو ورکولو په سر ۴ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان راشد خان ۳، شاه پور زدران ۲ او مجیب الرحمان یو یو لوبغاړی اوټ کړی.

د نیپال ۱۹۴ منډو په ځواب کېد افغانستان راشد خان او جاوید احمدي لوبه پیل کړه، راشد خان په ۲۱ منډو او جاوید احمدي په ۲۶ رنزونو جوړلو اوټ شول. د دغې وروستو رحمت شاه او محمد نبي لوبه وړاندې بوتله او په خپل خپل وار يې ۴۶ او ۳۴ منډې جوړې کړې. د افغانستان لخوا غوره بېټنګ نجیب الله زدرانوکړه او ۴۹ منډې يې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو.

د نیپال لخوا ډي اېس اري ۲ لوبغاړي سوځولي.