د نړیوال جام په دویمه لوبه کې وېسټ انډیز پاکستان ته په اسانه ماتې ورکړه

د جمعې په ورځ په انګلینډ کې د کرکټ نړیوال جام په دوهمه لوبه کې د وېسټ انډیز لوبډلې ډیر په اسانه پاکستان ته په ۷ لوبغاړو ماتې ورکړه او ۲ پواېنټونه یې ترلاسه کړل.

په ناټنګهم ښار کې د کرکټ ورلډ کپ په ننۍ لوبه کې وېسټ انډیز د پچې یا ټاس ګټلو روسته پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه.

د پاکستان د لوبې پېل امام الحق او فخر زمان وکړو، خو یو وارې بیا د سر دغه لوبغاړي یا اوپنران په میدان ټېنګ نه شول. امام الحق یواځې په دوو منډو (زنز) جوړولو وسوځید. د امام الحق وروسته بابر اعظملوبې له راغی او تمه کیدله بابر اعظم به د فخر زمان سره ملګرتیا وکړي او لوبه به مخکې بوځي.

خو دغه تمې هغه وخت اوبو لاهو کړی کله چې فخر زمان په ۲۲ منډو وسوځید. که څه هم د فخر زمان په اوټ کیدو کې د خطا (غلطي) کمه او بد قسمتي ډیره وه. د انډری رسل هغه بال چې فخر زمان پرې اوټ شو، دومره په تیزۍ راغی چې نه ترې هغه ځان وساتلو او نه يې ترې وکټې وساتلې.

په ۳۵ رنزونو د فخر زمان سوځیدلو سره سم د پاکستاني لوبډلې د بیټنګ لاېن نه د شګو دیوال جوړ شو او پرله پسې د وېسټ انډیز د بالرانو لخوا ډیر په اسانه د میدان نه بهر (پویلین) ته ولیګل شول. د پاکستان لخوا فخر زمان او بابر اعظم ۲۲،۲۲ د پاکستان لوبډلې تر ټولو مشر (سينېر) لوبغاړي محمد حفیظ ۱۶ او وهاب ریاض ۱۸ منډې جوړې کړې.

د وېسټ انډیز لخوا اوشېن تهامس تر ټولو ښه بالنګ وکړو او په ۵.۴ اورونو کې يې ۴ پاکستانی لوبغاړي اوټ کړل. د وېسټ انډیز کېپتان جېسن هولډر ۳، انډری رسل ۲ او شېلډن کاټرل ۱ وکټ ترلاسه کړو.

د ۱۰۵ منډو په ځواب کې د وېسټ انډیز لوبډلې پېل هم هغه شان روایتي وو د کوم لپاره چې وېسټ انډیز پېژندل کیږي. کرېس ګېل (یونیورس باس) او شی هوپ د لوبې پېل د تیزۍ سره وکړه او داسې ښکاریده چې دواړه دغه حدف په منډه جوړول غواړي. کرېس ګېل تر ټولو زیاتې ۵۰ منډې جوړې کړې چې پکې يې ۳ شپږیزې او ۶ څلوریزې هم وې.

د پاکستان لخوا محمد عامر په ۶ اورنو کې د وېسټ انډیز ۳ لوبغاړي وسوځول خو ډیر وخت وروسته د محمد عامر دغې ښې لوبې د پاکستان لوبډله په دومره لږو منډو د ماتې وه نه شوه ساتلې.

وېسټ انډیز د ۱۰۵ منډو حدف په ۱۳.۴ اورونو کې سر ته ورسوو. د کرېس ګېل نه علاوه نيکولس پورن ۳۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستان کرکټ لوبډله چې د کرکټ په نړۍ کې په بې باروه لوبډلې پېژندل کیږي په ننۍ لوبه کولو خپله دغه پېژندګلو په خپله غاړه وساتله او خپلو مینه والو ته يې هم دا اشاره ورکړه چې په راروانو لوبو کې ترې د ښې لوبې تمه وه نه لري.