امریکایان نن د آزادۍ ورځ لمانځي

په ګرده امریکا کې نن د خالي په ورځ امریکایان د برطانېې نه د آزادۍ ۲۳۹مه کلېزه نمانځي. او پدی ورځ په ګرده امریکا کې خلک خوشحالۍ کوي، پریډونه ګوري او فاېر ورکس یا د شرشرکو ننداره کوي، او د موسېقۍ پروګرامونه ګوري.

ددی ورځ په مناسبت د امریکا صدر بارک اوباما په خپله اونېزه وېنا کې امریکایانو ته د دی ورځ مبارکي ورکړی ده. د صدر اوباما لپاره دا ورځ پدی هم اهمیت لري چې دا ورځ ېې د مشرې لور مالیا اولسمه کلېزه ده. پدی ورځ به صدر اوباما په سپېنه مانړۍ یا واېټ هاوس کې پوځیانو او د هغو سلګونو کورنېو مېلمستا هم کوي.

صدر بارک اوباما په خپله اونېزه وېنا کې امریکایانو ته د دی ورځ مبارکي

په واشنګټن کې به نن په نېشنل مال ماسخوتن ۹ بجې اوورلوبې (شرشرکې) یا فاېر ورک هم کېږي. ددغې فاېر ورک وروستو د موسېقۍ لوی کنسرټ هم کېږي چې د ګردی امریکا نه راغلي خلک د بېلا بېلو ایالتونو نه راغلي هنرمندانو موسېقي اوري او فاېر ورک ګوري.

روان کال د آزادۍ د ورځ په مناسبت د ممکنه ترهګروخطروله امله په ګرده امریکا کې سخت امنېتي ګامونه پورته کړی شويي او ځاېې په ځاېې د آزادۍ دستورو په ځایونو کې ګڼ شمیر امنېتي ځواکونه پرځاېې شوي دی.

د امریکا د امنېت قامي محکمې او د پلټنو وفاقي ادارې یا اېف بي اېي د روانې اونۍ په شورو کې خبردارې جاري کړی وو او په چارواکو او عامو امریکایانو ېې غږ کړی وو چې پدی ورځ دی بېداره اوسېږي.