هندوستان به افغانستان ته غنم د ایران د چابهار بندر دلارې لیږي

د ایران چابهار بندر

هندوستان به افغانستان ته یو اشاریه یو میلین ټنه غنم د امداد په توگه ورکوي او ددې امداد وړمبۍ پېره د ایران د چابهار بندر د لارې افغانستان ته ولیږل شوه.

د هندوستان د خارجه وزارت د بیان ترمخه، د هندوستان خارجه وزیرې شسما سواراج او د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني د وډیو کانفرنس دلارې د غنمو پېره روانه کړه.

دواړو خارجه وزیرانو ددې خبرې هرکلی وکړو چې د چابهار بندر د لارې د هندوستان او افغانستان ترمنځ د سامان دا وړمبۍ پېره د هغه درې اړخیزه معاهدې دلاندې کولی شي چې په کال ٢٠١٦ کې هندوستان او ایران لاس لیک کړی ده.

په راتلونکو څه میاشتو کې به د چابهار دلارې هندوستان ته د غنمو شپږ نورې پېرې لیږي.

افغانستان ته د غنمو ددغه پېرې د لارې به د چابهار دلارې افغانستان ته د تجارت یو متبادله لارې فعاله شي او د افغانستان، ایران او د هندوستان ترمنځ د درې اړخیز تجارت لپاره به دروازه هم خلاصه شي.

د افغانستان د تجارت لویه برخه سامان د پاکستان د لارې ځي راځي خو د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې وخت په وخت د تاویخوالي په وجه د دواړو هیوادونو سرحد بندیږي رابندیږي چې په وجه یې تاجران وايي ددوي کاروبار ته سخت رسي.