تیره شپه ناوخته د ایران او عراق په پوله زوروره زلزله راغلې چې زور يې ۷.۳ درجه ریکارډ شوی. د لومړي رپورټونو تر مخه دغه زلزلې یو شمیر کلو ته نقصان اړولی دی.
د ايران دولتي ټيلي ويژن ترمخه ۱۲۹ کسان وژل شوي او په عراق کې د وژل شوؤ کره شمېره نه ده مالومه شوې.
د عراق کردستان حالابجا ښارګوټی چې د ایران پولې سره لږیدلی دغه زلزلي زیات اغیزمن کړی، د زلزلی زور تر ترکي او اسرایل رسیدلی دی.
د رپورټونو تر مخه د لومړۍ زلزلي لږ ساعت وروستو د ۵.۳ درجې یا میګنیچیوډ دویمه زلزله یا افټر شاکس خلک د خپلو کورونو په تیښته مجبور کړي دي.
په عراق او ايران کې د چارواکو په وینا په دغه زلزله کې د مړو شوو کسانو شمیر سیوا کیدی شي.
ځګه ګڼ کلي او سیمې داسې دي چې د ښارونو لرې پراته دي او دغلته امدادي کومک رسیدو کې به وخت لږي.
د زلزلي وروستو د ګڼو کلو او سیمو برق یا بجلي هم بنده شوې.