د کېتلېک مسلک روحاني مشر پوپ فرانسېس د عراق سفر سر ته ورسولو

پوپ فرانسېس د عراق موصل ښار ته خصوصي سفر وکړو او د عراق جنګ د قربانیانو لپاره یې دعا هم وکړله. یو وخت و چې موصل د داعش مرکز و

د عیسايي کېتلک مسلک تر ټولو لوی مذهبي مشر پوپ فرانسېس د عراق څلور ورځني سفر نه واپس شوی او د خپل سفر په وخت یې د عراق د مسیحانو او مسلمانانو د مشرانو سره لیدلي او ورته یې په خپلو کې د تل ښه تعلق ساتلو تبلیغ کړی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د عراق صدر بهرام صالح هم په هغه مشرانو کې شامل و چې پوپ فرانسېس ته یې په ائیر پورټ په مخه ښه ووېل.

د اتوار په ورځ پوپ فرانسېس د عراق موصل ښار ته خصوصي سفر وکړو او د عراق جنګ د قربانیانو لپاره یې دعا هم وکړله. یو وخت و چې موصل د داعش مرکز و.

د عراق صدر بهرام صالح د پوپ سره په یوه دستوره کې شرکت کوي

اګرچې درې کاله وړاندې په موصل کې داعش ته ماتی ورکړی شوی خو دا ښار د داعش او امنیتي ځواکونو ترمنځه د جګړې په وخت په لویه کچه تباه شوی و.

پوپ فرانسېس د عراق سفر په وخت وویل چې د امن د سفیر په حېث یې د دغه هېواد سفر کړی او د سفر مقصد یې د مسیحي مذهب او نورو مذهبونو پلویانو ترمنځه یو والی رواستل دي.

د خپل سفر په مهال ۸۴ کلن پوپ فرانسېس د شیعه مسلمانانو روحاني مشر ۹۰ کلن ایت الله سیستاني سره هم ولیدل. سیستاني په عراق کې د شیعه مسلمانانو اهم مذهبي مشر ګڼل کېږي او دغلته ډېر اثر لري.

د خپل سفر په مهال ۸۴ کلن پوپ فرانسېس د شیعه مسلمانانو روحاني مشر ۹۰ کلن ایت الله سیستاني سره هم ولیدل

ایت الله سیستاني د ملاقات په وخت ویلي وو چې په عراق کې د مسیحي پلویانو حق دی چې په امن سره ژوند وکړي.

د کال ۲۰۰۳ جنګ نه وړاندې په عراق کې نزدې پنځلس لکه مسیحیان وسېدل خو دغه شمېره اوس تر یو څو لکهونو پاتې شوې ده.

د خبري ادارې ای پي د یو رپورټ ترمخه زیاتره مسیحي کورنۍ د جنګونو له وجې یورپي ملکونو، کېنېډا او ګاونډي هېوادونو ته انتقال شوي دي.

ددې ترڅنګ پوپ یو بل ښار قراقوش ته هم ورغلی وو او هلته یې د مسیحي مذهب د غړو سره لیدلي وو.

پوپ په فرانسو حریري مېدان کې یوې محدودې غونډې ته هم وېنا کړی چرته چې د کرونا وبا له وجې یواځې تر ۱۰۰۰۰ پورې خلک راغونډ شوي وو.