عراق : ځانمرگي بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي دي

عراق : ځانمرگي بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي دي

د عراق په شمالي عراق موصل کې دشورو په ورځ ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې پوليسو ديو لوړپوړي مشر په شمول 4 عسکر وژل شوي دي.
دپوليس چارواکو وينا ده په وژل شوؤ کې دپوليس بټالين يو کمانډر هم شامل دى.
پوليس چارواکي وائي دوه ځانمرگي په موصل ښار کې دپوليسو هيډکوارټر ته په ننوتلو کې کامياب شول او دغلته هغوي دليټننټ کرنل شاميل احمد اگهلا سره نزدې پخپلو ځانونو پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
دپوليسو په وينا امنيتي ځواکونو دپوليسو دمرکز په لوري ورتلونکى دريم ځانمرگى په ډزو سره وژلى دى.
ددغه بريدونو څخه يواځې يوه ورځ وړاندې په رمادي کې يو ځانمرگي دصوبائي حکومت په مرکزکې لږترلږه 17 کسان وژلي وؤ.