اسرائیل وايي ایران د سږ کال تر اخېره پورې اېټم بم جوړولی شي

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف

د اسرائیل پوځي استخباراتي اداره وايي ایران په دومره مقدار کې صفا یورېنیم لري چې د سږ کال تر اخېره پورې یو اېټم بم تیار کړي خو اسرائیلي وزیر اعظم بنجمن نېټن یاهو ویلي ایران به اېټمي طاقت جوړېدو ته نه پرېږدي.

بلخوا د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ویلي د ایران د اېټمي پروگرام په سر شوي د اېټیمي معاهدې مستقبل په یورپ انحصار لري. ایراني خارجه وزیر دغه خبره په داسې حال کړې ده چې د اېټمي معاهدې دري یورپي فرېقنیو په ایران د لوظنامې د خلاف ورزۍ الزام لگولی دی.

د ایران د اېټمې پروگرام په اړه د اسرائیل استخباراتي رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې صدر ټرمپ د ایران القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني د وژنې امر کړی او د دې وروسته د امریکې او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی. جنرل سلېماني د جنورۍ په دریمه نیټه په ډرون حمله کې په عراق کې وژل شوی دی.

لکه د اسرائیلي وزیراعظم صدر ټرمپ هم د ایران د اېټمي پروگرام سخت مخالف دی، وايي ایران به هېڅ کله اېټمي وسله ترلاسه کولو ته نه پرېږدی، خپل هېواد یې د ایران د اېټمي لوظنامې نه ویستلی دی او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا لگولي دي.

د ایران اېټمي معاهدې نه د امریکې د وتلو وروسته د اسرائیل استخباراتي مامورینو دا اندازه وه چې ایران به د اېټمي وسله ترلاسه کولو دپاره کوښښونه بیا پېل کړي.

د اسرائیلي پوځ د استخباراتي څېړونکو اندازه ده چې د یو اېټم بم تیارولو د ٩٠ فیصد کچې پورې د صفا شوي ۴٠ کلوگرام مقدار کې یورېنیم پکار وي او ایران څو میاشتې وړاندې اعلان کړی دی چې هیواد د اېټمي معاهدې پابند نه دی او د یورېنېیم د صفا کولو هلې ځلې به تندوي.

د اسرائیل دا اندازه هم ده چې ایران د اېټمي وسلو ویشتلو دپاره کوم مزایل نه لري او نه په داسې ډول مزایل جوړول کار کوي.

اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل اسرائیل د ایران د اېټمي هلو ځلو نه خبر دی او دا چې ایران به اېټمي وسله ترلاسه کولو ته نه پرېږدي. بینجمن نېټن یاهو په یورپي هیوادونو غږ وکړو چې په ایران دې نوي اقتصادي پابندۍ ولگوي.

اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټی یاهو

ایران سره د اېټمي معاهدې دریو یورپي فریقېنو، برطانیي، فرانس او جرمني د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل دوی د لوظنامې دلاندې د خپلو ذمه واریو پابندي کړې ده ۍ پوره کړې دي چې پکې په ایران اقتصادي پابندۍ نرمول او د ایران سره قانوني تجارت شامل دی.

خو د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د شورو، چهارشنبې، په ورځ په نوي دلي کې یوې غونډې وویل یورپي هېوادونو خپل اقتصادي لوظنونه نه دي پوره کړي، د ایران څخه یې تېل نه دي اخیستې او یورپي کپمنۍ د ایران نه وتلي دي.

محمد جوادظریف دا خبره ومنله چې ایران د اېټمي معاهدې د لاندې خپلو ذمه واریو نه وروسته شوی دی ځکه چې په دې اړه یې شکایتونه نه اورېدل کېدل او امریکا هم د معاهدې نه ووتله او په ایران یې اقتصادي پابندۍ ولگولې. ایراني خارجه وزیر وویل ایران هیڅ غلطي نه ده کړې او د هېواد اقتصاد ته د اربونو ډالرو نقصان سول شوی دی."که چېرې دوی مونږ ته دغه اربونو ډالرې بیرته ادا کړي نو زه به دا خبره بغیر د څه شک نه یقیني کړم چې مونږ څه کړي د هغې نه به په شا شوو."

خو برطانيی، فرانس او جرمني وویل ایران د معاهدې پابندي نه ده کړې نو ځکه به دا معامله د حل دپاره هغه عمل ته وړاندې کوي چې په معاهده کې شامل کړی شوی دی. دغه هیوادونو وویل د معاهدې خلاف ورزۍ د اېټمي وسلې د خپرېدو مضمرات لري.

محمد جواد ظریف وویل دا خبره د یورپ په مفاد کې نه ده چې د امرېکې لمن ونیسي.

په کال ٢٠١٥ کې شوي د ایران اېټمي معاهده کې راغلي چې په لوظنامې په اړه مسلې دې په ١٥ ورځو کې حل کړی شي او که چېرې په دغه ډول کومه مسله نه حل کېږي نو بیا به دا لانجه د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکېورټي کاونسل ته وړاندې کولی شي.

په عین حال کې د شام حکومتي ټېلې وژن ویلي اسرائیل د دمشق سره نژدې ټي فور نومې پوځي مرکز په مزایلو ویشتلی دی. رپورټ وویل د شام د هوايي دفاعي نظام گڼ شمیر اسرائیل مزایلې تباه کړې خو څلور مزایلې د مرکز سره نژدې وغورځېدې چې نقصان یې وکړو خو جاني تلفات یې نه دي کړي.

اسرائیلي مامورینو د دغه رپورټ په اړه څه نه دي ویلي.

شام په اسرائیل الزام لگولی دی چې په تېرو څو میاشتو کې یې د دمشق سره نژدې دغه پوځي مرکز څو وارې ویشتلی دی. اسرائیلي پوځي سرچېنو ویلي د شام دغه پوځي مرکز ایراني ځواکونه او د شام ایران پلوه شیعه ملېشې استعمالوي او ایران هغه د دغه هوايي مرکز دلارې ایران پلوه شامي ملېشو او په لبنان کې حزب الله ته جدیده وسله ورسوي.