اسرائیل غزه سره پوله بیا پرانستلې

غزه نه د راکټ حملې ورسته، اسرائیل غزه ته د کیمرم شیلوم او ایریز لارې وو تړلې

د دواو ورځو د بندیز ورسته، اسرائیل غزه ته تلونکې دوه سرحدي لارې بیا پرانستلې دي.

غزه نه د راکټ حملې ورسته، اسرائیل غزه ته د کیمرم شیلوم او ایریز لارې وو تړلې.

په اسرائیل غزه نه د اتوار په ورځ دوه راکټونه ویشتلی شوي وو. په حملې په نتیجه کې څه نقصان یا مرگ ژوبله نه وه رامینځته شوي.

د جولائي او اگست په میاشت کې د فلسطین حماس ډلې او اسرائیل ترمنځ د ٥٠ ؤ ورځو جنگ د خاتمې ورسته اسرائیل ویلي د اتوار د ورځې حمله وړمبی راکټ برید وو چې په اسرائیل شوی.

د اگست په ٢٦ مه نیټه ترسره شوي ډز بندي تر دا وخت پرځائې ده. د حماس او اسرائیل په جنگ کې د ٢٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوي وو چې زیاتره پکې فلسطینیان وو.