د بایډن او پوټین ملاقات – صدر بایډن جینیوا ته ورسېد

د امریکا صدر جو بایډن یورپ ته د خپلې جاري دورې په ترڅ کې، جینیوا ته تللی او د شورو/چهارشنبې په ورځ هلته د روس صدر ولاډمیر پوټین سره ګوري. دا لیدنه په داسې حال کیږي چې د روس او امریکې ترمنځ تعلقات ښه ندي.

مخکې تر دې چې بایډن له پوټین سره خبرو ته کیني، په اېنګلېنډ کې یې د جي-۷ ډلې د مشرانو په اوه څلوېښتمه غونډه کې ګډون وکړ، او بیا یې په براسېلز کې د نېټو او یورپي اتحاد له مشرانو سره وکتل. پوټین سره یې لیدنه، یورپ ته د بایډن د سفر وروستی پلان دی او د ملاقات نه پس به امریکا ته ستنیږي.

صدر بایډن د نهې/سې شنبې په ورځ سمدستي جینیوا ته له رسېدو وروسته، پوټین سره د خپل ملاقات په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «زه همیشه آماده یم.»

بل اړخ ته د روس صدر ولاډمیر پوټین د اېن بي سي نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې د روس او امریکا تعلقات دومره اوس خراب شوي چې په دې وروستیو کلونو کې داسې حد ته نه و راټیټ شوي.

وایټ هاوس د خالي/شنبې په ورځ څرګنده کړه چې د روس او امریکې د ولسمشرانو له ملاقات وروسته به صدر جو بایډن یوازې یو پرېس کنفرنس ته خبرې وکړي. د امریکې پخواني صدر جو بایډن چې کله په ۲۰۱۸ کې له صدر پوټین سره په هېلسېنکي کې لیدلي و، د هغه ملاقات نه پس دواړه ولسمشران څنګ ترڅنګ یوځای خبري کنفرنس ته خبرې کړې وې. خو دا ځل به داسې نه وي.

هغه وخت، صدر ټرمپ د خپلو استخباراتي ادارو د وینا خلاف، دا ویلي و چې د پوټین په دې خبره هېڅ شک نه لري چې ویل یې روس د امریکا د ۲۰۱۶ کال په صدارتي انتخاباتو کې مداخلت نه و کړی.

ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له پوټین سره وکتل او بیا یې یو مشترک خبري کنفرنس کې ګډون وکړ

د وایټ هاوس یو چارواکي د خالي/شنبې په ورځ وویل: «یو تنهایي پرېس کنفرنس، له آزادو رسنیو سره د صفا خبرو کولو مناسبه طریقه ده چې هغو ته په ملاقات کې د یادو شوو ټکو په اړه واضحه خبرې وشي – دا چې په کومو موضوعاتو مونږ اتفاق کولی شو او کوم موضوعات دي چې مونږ غټې فکرمندۍ ورباندې لرو.»

د امریکا یو جگپوړي چارواکي د نهې/سې شنبې په ورځ خبریالانو ته د توقعاتو په اړه وویل چې بایډن به په دې اړه توضیحات ورکړي: «کله چي هغه سبا د ملاقات نه خلاص شي، نو وبه ګورو چې هغه په دې باب خبرې وکړي.»

د اپرېل په میاشت کې بایډن لس (۱۰) تنه روسي سفارتکاران له امریکا وشړل او د روس په هغو شپږو تېکنالجي کمپنیو یې پابندۍ ولګولې کوم چې د پوټین استخباراتي ادارو سایبري پروګرام یې امداد کول او دا پروګرام د سولاروېنډز په نوم د معلوماتي ټېکنالجي یوې کمپنې هېک کولو کې ښکېل ګڼل کیږي.

په مئې میاشت کې، د امریکا دوه کاروبارونه – کلونیال پایپلاین، چې د امریکا جنوب ختیځو ایالتونو ته تیل انتقالوي، او د غوښو د کاروبار جې بي اېس نومې کمپنۍ – د سایبري یا انټرنېټي حملو ښکار وګرځېدې او داسې باور کیږي چې د دې انټرنېټي بریدونو رېښه په روس کې وه. دغو دواړو امریکایي کمپنیو د خپلو کاروبارونو د بیا بحاله کولو دپاره، څو میلینه ډالره هېکرانو ته ورکړل، که څه هم د امریکا امنیتي ادارو وکړی شول چې د کلونیال پایپلاین کمپنۍ لخوا هېکرانو ته ورکړل شوې پېسې یو څه بېرته هغې کمپنۍ ته وروګرځوي.

وایټ هاوس وایي چې د صدر بایډن او صدر پوټین ملاقات کې به سپینې سپينې خبرې وشي او بایډن به د هغو انټرنېټی حملو خبره راپورته کړي چې ريښه یې روس ګڼل کیږي. همدا راز د اوکراین په وړاندې د کرملېن جارحانه عمل، روس کې د سیاسي مخالفینو بندیوان کېدل، او نور داسې ټکي هم هغه موضوعات دي چې بایډن به يې پوټین ته وریاد کړي.

پوټین د امریکا دا دعوې ردوي چې ګني ماسکو او روسي هېکرانو د امریکا په کمپنیو او ریاستي ادارو کومې انټرنېټي حملې کړي وي.