کابل کانفرنس به افغان مشرانو ته په واک ورکولو خبرې کوي

کابل کانفرنس به افغان مشرانو ته په واک ورکولو خبرې کوي

افغانستان د یو نړیوال کانفرنس کوربه توب کوي چې نړۍ ته وښایي د خپل هېواد امنیت او پرمختیا واگې په خپل لاسونو کې د اخستو جوگه دی.

دغه کانفرنس د نهې په ورځ پېل کېږي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن کلنټن ، د ملگروملتونو ستر منشي بانکي مون ترڅنگ د 60و هېوادو نه زیات استازي به برخه اخلي.
د گل په ورځ پایه تخت کابل کې کانفرنس لپاره سخت امنیتي گامونه اخستل شوي دي او په سړکونو او لارو کوڅو کې امنیتي ځواکونه او پولېس ځاې پرځاې شوي دي.
افغان چارواکي وایي حکومت به یې د حکومت کار روزگار ښه کولو، اقتصادی او ټولنیزی پرمختیا اود قانون حکمرانې لپاره خپلې ژمنې وړاندې کوي.
چارواکي وایي دوي به افغانستان ته ورکیدونکي په ملېاردو ډالره امداد کنټرول په خپلو لاسونو کې د اخستو هڅه کوي.
افغان صدر حامد کرزی چې د دغه کانفرنس کوربه توب کوي تمه کېږي به د افغانستان امنیت د افغاني ځواکونو او پوليسو په لاسونو کې اخستو لپاره نېټه ورکوي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر گائډو واسټروېل د کانفرنس کې گډون لپاره د روانه کیدو وړاندې غږ کړی چې افغان ځواکونه دی د کال 2014 م پورې د افغانستان امینت خپل لاسونو کې واخلي.