کابل : ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي

د چاؤدنې له امله بس کې سواره د هوائي ځواک دوه غړي او د يوې زنانه په گډون دوه نور کسان وژل شوي دي

د افغانستان پلازمينه کابل کې د اتوار په سحر يو سرکاري بس باندي ځان مرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي او د ۲۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي . افغان طالبانو د دغه پېښې پړه په سر اخستې ده .

د افغانستان پلازمينه کابل کې د اتوار په سحر يو سرکاري بس باندي ځان مرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي ، او د ۲۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي . افغان طالبانو د دغه پېښې پړه په سر اخستې ده .
د سيمې نه د رارسېدولو خبرونو ترمخه د افغان د دفاع وزارت بس په سړک تيريدو چې ځان مرگي بريد کؤونکي ځان والوزولو .
چارواکو د چاؤدنې په نتيجه کې د څلور کسانو د وژنې پخلی کړی دی ، او د دفاع د وزارت لخوا وئيل شوي ، د چاؤدنې له امله بس کې سواره د هوائي ځواک دوه غړي او د يوې زنانه په گډون دوه نور کسان وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه پېښه کې شل کسان ژوبل شوي اوچاؤدنې نزدې ودانو ته هم زيان اړولی دی .
طالبانو د دغه چاؤدنې پړه په سر اخستې ده .
د روانې مياشتې په ۱۷م نېټه کابل کې يو هوټل باندي ځان مرگی بريد شوی ؤ ، او په هغې کې د ۱۷ بهرملکيانو پشمول ۲۱ کسان وژل شوي وو . او طالبانو د دغه پېښې پړه هم په سراخستې وه .