د کندهار ولایت والي او ١٧ نور تنان په بم چاودنه کې زخمیان شوي

د کندهار والي همایون عزیزي

د کندهار په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، چې نن ماښام څه باندې اوه بجې د کندهار د والي په میلمستون کې دوه چاودنې شوي چې له امله یې تر اوه تنو وژل شوي او د والي همایون عزیزي په ګډون ۱٨ تنه ټپیان شوي دي.

په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط امریکا غږ ته وویل چې په ټپیانو کې په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفیر هم شامل دی.

امنیتي سرچینې همداشان وویل چې په ټپیانو کې د والي ویاند، د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزی او یو شمیر نور حکومتي مامورین هم ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې ښاغلی عزیزي په دغه چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی. د پیښې ټیان روغتون ته انتقال شوي دي.

امنیتي سرچینې همداشان ویلي دي چې دا چاودنې د ګاز د دوه ډبو د چاودلو له امله شوي، خو دا لا څرګنده نه ده چې ډبې د کوم تخریبي عمل په ترڅ کې چول شوي او که د تخنیکي ستونزو له امله یې چاودنه کړې ده.

د رپوتونو له مخې په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د پیښې دمخه د کندهار د والي په دفتر کې و.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

یادگرینه: د خبره د وي او ای اشنا خبریال عزیز الله پوپل رالیږلی