په کندهار کې په 'بهرنیو ځواکونو' ځانمرګی برید وشو

تصویر د ننۍ پېښې نه دی، بلکې له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

ه کندهار کې چارواکي وایي د ډنډ په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو په کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

دکندهار د پوليسو یوه ویاند دویم څارن مطیع الله هلال امریکاغږ اشنا ته وويل چې ځانمرګي د ولسوالۍ په ده غلامان سیمه کې خپل له بمونو ډک موټر د ناټو د موټرو له کتار سره والوزوه، چې لا یې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته.

ښاغلي هلال وویل معلومات ښيي چې برید کې ملکي خلګو ته زیان ندی رسیدلی، هغه وايي "نن ماپښين دوه نیمي بجې- دوشنبه نومبر۱۳- ځانمرګي برید کونکي خپل له چاویدونکو توکو ډک ټونس موټر د نړیوالو ځواکونو له کاروان سره جنګولی، په پېښه کې د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه موږ ته معلومات ندي راکړل شوي".

د ډنډ ولسوالۍ یوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودولو په شرط امریکاغږ ته وويل چې د امریکايي ځواکونو کاروان په سیمه کې په امنیتي ګزمې بوخت و چې برید پرې وشو.

سرچینې زیاته کړه چې تر چاودنې وروسته پنځه تنه په څرخي الوتکه کې د کندهار هوايي ډګر ته لیږدول شوي خو دا چې څومره کسان وژل شوي او ژوبل شوي، لا معلومات نشته.

د کندهار د هوايي ډګر یوه برخه په ډنډ ولسوالۍ کې ده چې نړیوال ځواکونه يې د امنیت لپاره په نږدې سیمو کې ګزمې کوي. خپله نړیوالو ځواکونو تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي او نه هم کومې ډلې یې مسولیت اخیستی دی.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څانگې لپاره عزیزالله پوپل لیکلی دی