د خیبر بینک خیبر نه کرونده گر څه رنگ قرضې اخیستی شي؟

د خیبر بینک چارواکي گل قیاص ډیوه راډیو ته ځانگړي مرکه کې وايي چې دغه قرضې د فصلونو، تخمونو، زرعي دوایانو، ټریکټر، تریشر، ټیوب ویل او نور یوشمیر د کروندې سره تړلې مشینري او اوازو لپاره اخیستی شي

خیبر پښتونخوا کې بینک اف خیبر د کرونده گرو لپاره د قرضو یو نوی پروگرام اعلان کړی دی. د خیبر بینک چارواکي گل قیاص ډیوه راډیو ته ځانگړي مرکه کې وايي چې دغه قرضې د فصلونو، تخمونو، زرعي دوایانو، ټریکټر، تریشر، ټیوب ویل او نور یوشمیر د کروندې سره تړلې مشینري او اوازو لپاره اخیستی شي. ددې قرضي طریقه کار څه دی؟ په دې د سود شرح څه ده؟ او د واپس کولو موده يي څومره ده؟ دا تفصيل د احسان محمد خان ددې چارواکې گل قیاص سره په مرکه کې اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

کرونده گرو دپاره د بینک اف خیبر قرضې